د اروپا چارواکي د اټومي خبرو په هکله نوي ادعا وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول ویاند پیټر اسټانو د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ویانا د خبرو اترو نتیجې ته په رسولو کښې د لویدیځو هیوادونو په ګرم بللو باندې سترګو پټولو سره ادعا وکړه هیله نه کیږي چې په روانه اونۍ کښې د اټومي خبرو اترو په تړاو کوم مهم بدلون رامینځته شي.
هغه دغه راز ادعا وکړه اوس هم د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا په خبرو کښې موافقې ته د رسیدا فرصت شته خو موافقې ته رسیدل په دغو خبرو کښې د ټولو لورو لخوا د ضروري ګام له ترسره کولو سره تړلي دي.
تیره اونۍ د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل ادعا کړي وه چې اټومي خبرې په امریکا کښې سیاسي شرایطو ته په پام سره بندون ته رسیدلي دي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم ډاګینه کړي ده چې د ویانا د خبرو اترو په هکله د تهران په دریځونو کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري چې د بایکاټونو په پایداره او په اغیز شیندونکي ډول د ختمولو موافقې ته د رسیدا شرط په دې ډول دی چې د ایران د خلکو اقتصادي ګټې تامین شي او د ایران پرضد د استفادې لپاره د دباو د اړم په توګه کومه موضوع پاتې نشي.