IAEA له ایران سره ایټمی خبرې اترې بیرته پيل کړي
(last modified Wed, 28 Sep 2022 01:49:37 GMT )
Sep 28, 2022 06:19 Asia/Kabul
  • IAEA له ایران سره ایټمی خبرې اترې بیرته پيل کړي

ایران تمه لري،آژانس  دخپل اعتبار دساتلو لپاره،اجازت ورنکړي ،ځیني عناصر،د ایران په ضد پخواني تورونه تکرار کړي،دغه شان تورونه په ۲۰۱۵کال کې  ختم شوي دی  او اوس باید په چټي پلمو سره بیرته شروع نشي .

 د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر د ایران د اسلامی جمهوریت دایټمی انرژۍ دادارې له مشر سره  د لیدوکاتو او دتهران او آژانس ترمینځ د خبرواترو دبیرته پیلیدا خبر ورکړ.

 زمونږ خبریال راپور راکړ، د  ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي پخپل یوه ټولنیز پيغام کې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی سره ئې په ویانا کې لیده کاته کړي دي.

د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر پخپل ټولنیز پيغام کې لیکلی دي ،له ایران سره  د سیف ګارډز  دغوره موضوعګانو په باب دشفاف سازۍ لپاره خبرې اترې بیرته پیل شوي دي.

ګروسي له دې مخکې ددغه اورګان د شپږشپیتم عمومي غونډې په پرانیستونکو دستورو کې مدعي شوی ؤ،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې د ایران پر ایټمي ژمنتیاؤ د آژانس څارنې او سختې آزموینې،د الحاقي پروټوکول پشمول  ددغو ژمنتیاؤ داجرا ددرولو لپاره دایران د فیصلې له امله ډيرې اغیزمنې شوي دي.

د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  کلنۍ غونډه پرون په ویانا کې پيل شوې ده .په دغې ناستې کې چې تر راتلونکي جمعې ورځې پورې دوام  لري، د آژانس یو سل پنځه اویا غړي هیوادونو استازي په حضوري اوی ا ویبینار له لارې  ګډون کوي . د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ دادارې مشر محمد اسلامی په دغې ناستې کې  ګډون کوي.هغه په دغې ناستې کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل،ایران تمه لري،آژانس  دخپل اعتبار دساتلو لپاره،اجازت ورنکړي ،ځیني عناصر،د ایران په ضد پخواني تورونه تکرار کړي،دغه شان تورونه په ۲۰۱۵کال کې  ختم شوي دی  او اوس باید په چټي پلمو سره بیرته شروع نشي .

 

ټیګونه