د رسول الله مبارک او د امام جعفر صادق علیه السلام د میلاد مبارکي ومنئ
د پیغمبر اکرم(ص) د میلاد په جشن کښې په ټول ایران کښې د شیعه او سني مسلمانانو ګډون د اسلامي امت د یووالي او یوزړه توب ښایسته ننداره وړاندې کوي
نن جمعه د ربیع الاول د میاشتې اوولسمه نیټه د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم او هم داشان د امامت او ولایت د شپږم ځلانده ستوري حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې او میلاد کلیزه ده
د سني او شیعه په شمول د ایران د مختلفو سیمو خلک له څو ورځو راهیسې په خپلو کورونو، جوماتونو، دکانونو او لارو کوڅو کښې د رنګارنګ جنډو او بلبونو په لګولو او د شیرینیو په ویشلو او د دستورو په ترسره کولو سره د خاتم الانبیاء حضرت محمد رسول الله(ص) د نیکمرغه ولادت ورځ لمانځي.
د پیغمبر اکرم(ص) د میلاد په جشن کښې په ټول ایران کښې د شیعه او سني مسلمانانو ګډون د اسلامي امت د یووالي او یوزړه توب ښایسته ننداره وړاندې کوي.
د اسلام د ستر پیغمبر او د هغوي په لمسیانو او اهل بیتو کښې د امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد په شپه او ورځ د ایران په جوماتونو او مقدسو ځایونو کښې او حتی به سړکونو باندې د ویناؤ او د مداحانو د ویناؤ او نعتونو ویلو په شان ځانګړي پروګرامونو ترسره کیږي.
د ویلو ده چې د اهل سنتو د روایت له مخې د ربیع الاول د میاشتې دولسمه او د اهل تشیع مطابق د هم دې میاشتې اوولسمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د زوکړې کلیزه ده چې د امام خمیني په نوښت دغه ورځې د مسلمانانو د یووالي په موخه د وحت اونۍ نوموله شوې او په کښې جشنونه او خوشالۍ ترسره کیږي.
مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو ګرانو مینه والو ته په دې مناسبت مبارکي وايو.
*