د امریکې او اسرائیلو جاسوي ادارې د بلواؤ په وړاندې د ایران په خوندیتوب داده شوې
(last modified Tue, 06 Dec 2022 03:06:30 GMT )
Dec 06, 2022 07:36 Asia/Kabul
  • د امریکې او اسرائیلو جاسوي ادارې د بلواؤ په وړاندې د ایران په خوندیتوب داده شوې

د امریکې او صهیونیسټي رژیم جګ پوړو اطلاعاتي شناندو د بلواؤ په وړاندې د ایران په خوندیتوب باندې اعتراف وکړ

د امریکې او صهیونیسټي رژیم جګ پوړو اطلاعاتي شناندو د بلواؤ په وړاندې د ایران په خوندیتوب باندې اعتراف وکړ

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې په ایران کښې له شخړو او بلواؤ د غربي، عبري او عربي چورلیز له هراړخیز ملاتړ سره سره د امریکې او صهیونیسټي رژيم د جاسوسي ادارو جګ پوړو چارواکو د وروستیو بلواؤ په وړاندې د ایران په خوندي پاتې کیدو اعتراف کړی دی.

د امریکې د ملي اطلاعاتو مدیر آوریل هاینسي د دغو بلواؤ په اړه وویل چې د ایارن اسلامي جمهوریت دا موضوع د ځان خلاف ګواښ نه ګڼي.

د صهیونیسټي رژیم د پوځ د اطلاعاتو جګ پوړې څیړاندی امیت ساعار هم داده شوی چې دغه بلواوې په ایران باندې د واکمن نظام د موجودیت د ګواښلو توان نه لري.

 

ټیګونه