د حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) د مظلومانه شهادت تسلیت ومنئ
حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) له ماشومتوبه د خپل ګران پلار تر لارښونو لاندې له لوړو الهی معارفو سره بلده شوه . دغه عظیمه بی بی د خدای تعالی د درګاه له هغو خاصو بندګانو وه چی د الهی علومو له چینې یې ډیره ګټه پورته کړه .
نن د ۱۴۴۴ قمری کال د جمادی الاول ۱۳ چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د دسمبر له اتمې نیټې سره سمون خوري ، د یوه روایت په اساس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د ګرانې لور او مولای مومنان حضرت علی بن ابی طالب (ع ) د میرمنې حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) د شهادت د کلیزې ورځ ده .
د اهل بیتومیناوالو د ایران په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا (ع) په سپیڅلی حرم ، په قم ښار کی د حضرت بی بی معصومه (س) په سپیڅلی حرم اود درستو ښارونو او کلیوپه جوماتونو ، امام بارګاو اومذهبي ځایونو کې بیګا شپه او نن د بی بی دو عالم حضرت فاطمه الزهرا (س ) د مظلومانه شهادت د ویر او ماتم په دستورو کې ګډون وکړ .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) د بعثت د پینځم کال د جمادی الثانی په ۲۰ نیټه په مکه مکرمه کی وزیږیده .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) له ماشومتوبه د خپل ګران پلار تر لارښونو لاندې له لوړو الهی معارفو سره بلده شوه . دغه عظیمه بی بی د خدای تعالی د درګاه له هغو خاصو بندګانو وه چی د الهی علومو له چینې یې ډیره ګټه پورته کړه .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) په خپل ټول مبارک ژوند کې سخاوت ، ایثار ، بخښل ، صبر ، قناعت ، د خدای تعالی عبادت او بی وزلو سره مرسته په بهترین ممکن ډول نندارې ته وړاندی کړل او د حضرت امام حسن مجتبی (ع ) او حضرت امام حسین (ع ) په شان تاریخ جوړونکي او ستر انسانان د هغې بی بی په غیږه کې وپلل شول .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) له اتلس کلونو ژونده وروسته د وخت د واکوالانو د ډیرو ظلمونو او د خپل ګران پلارختمی المرتبت حضرت محمد مصطفی (ص ) د رحلت د غم او کړاوله امله د یوه روایت په اساس د ۱۱ هجری قمری کال د جمادی الاول په ۱۳ او د یوه روایت په اساس د جمادی الثانی په دریمه شهیده شوه .
د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره د حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندي کوي .