د تهران او نړۍ ځينو نننیو مطبوعاتو ته کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې د رته دتهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځينی بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو.هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سیاټ کې ئې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په سیستان او بلوچستان ولایت کې د اهل سنت د یوه نامتو او غوره دیني عالم او دوحدت او یووالی جارچي مولوي عبدالواحد ریګي په وژلې باندې په سخت غبرګون سره دا جنایت په سخته غندلی او وئيلي ئې دي ، ددغه شهیددینی عالم له وطنه دفاع به تل یادیږي او دهغه قاتلان به ډير زر د قانون په منګولو کې خپل انجام ته ورسیږي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د ایران د تیلو ملی شرکت عمومی مدیرپه هیواد کې د طبیعي ګیسو د تولید د زیاتولو لپاره ترسره شوو اقداماتو ته په اشارې سره ووظيل، دجنوبی پارس یولسم فیز له دوو لسیزو وروسته سږکال د سلواغې یا دلو میاشتې تر وروستیو پورې د تولید کرښې ته رسیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سیاسی چارو مرستیال محمد جمشیدي دعربستان په سفر کې د چین د ولسمشر وروستیو بې خوده څرګندنو ته سخت غبرګون وښود او وې وئيل،زمونږ چینیان ملګري دې په یاد وساتي چې کله عربستان او امریکا په سورئې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ملاتړ وکړ، او په وحشي ډوله پوځي تیریو سره ئې یمن په کنډوالې بدل کړ، نو دا ایران ؤ چې له ترهه ګرو سره وجنګیدڅو په سیمې کې امنیت او ثبات ټينګ شي او ترهه ګري د شرق او غرب په لور ونه غزیږي.
د امریکا د فردا ریډیو انټرنیټي سایټ د اسرائيل هیوم پشمول دصهیونیسټي رسندویو له قوله ددغې لیکلي دي ،اسرائيلي سیاستوالانو او د امریکائي یهودیانو د ادارو او اورګانونو انديښنه،په امریکائي ټولنې او ډګرونو کې د زوړپالو افراطیانو او د یهود ضده کسانو د نفوذ په زیاتیدا ډيره زیاته شوې ده.
د جرمني ډویچه ویلې وروستۍ نظر غوښتې ښئ چې د امریکا په خلکو کې راتلونکي ته بې اعتمادي او ناامیدي په بې مخینې توګه زیاته شوې ده .
د جاپان حکومت د افغانستان ولس سره په بیړنیو مرستو سره وئيلي دي،په دغه هیواد کې دجاپانیانو نیمه پاتې پروژې به بشپړ کړي .
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د امریکا حکومت د ایران او روسیې ترمینځ د پراخو پوځي ملګرتیاؤ په باب په خبرداری ورکولو سره مدعی شوی،ټاکل شوې ده ،ماسکو ډیر زر تهران ته یو شمیر سوخو جنګي الوتکې ورکړي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازي د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په لیک لیږلو سره جوته کړې ده،د میرمنې د مقام په کمیشن کې د ایران دغړیتوب لغوه کیدا به خطرناک اړخونه راوپنځوي.
د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس استولتنبرگ،په یوې مرکې کې دا اندیښنه ښودلې ده چې ممکنه ده په اوکراین کې جنګ ډير زر له کنټروله ووځي او د روسیې اوناټو ترمینځ په یوه بشبړ سنبال جنګ بدل شي.
د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په ریاض کې په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې ایران د مونږ ګاونډی هیواد دی ووئيل له ایرانه ځینی مثبتې خبرې زمونږ غوږونو ته رارسیږي او هیله مند یوو چې دغه خبرې په مثبتو اړیکو بدلې شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د ا روپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل ته په خطاب کې لیکلي دي ،بندیزونو او لاسوهنې ته په موقعې کلک ځواب ورکوو.
دعراق لومړي وزیر محمد شیا السوډاني دعربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په کتنې کې د عربستان او عراق د غږمله شورا د جوړولو دلارو چارو په ارزونې سره له ریاض سره د بغداد د اړیکو د پراختیا لپاره د بغداد چمتووالی اعلان کړ.
د سویس فیډرل شورا په یوې اعلامیې کې ووئيل،د سویس اقتصاد په اروپائي اتحادئې کې غړیتوب سره نه ښائي او په دغې اتحادئې کې غړیتوب د سویس په ګټه نه دی.
انګریز هندی الاصل لومړی وزیر ویشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي،دسولې لپاره له هرډول موافقې مخکې باید روسیه له اوکراین څخه خپل عسکر وباسي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سرچینو د کمښت له کبله به د ژمي په موسم کې له ترکمنستانه مایع ګیس د افغانستان له لارې وارد کړي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ووئيل، افغانستان د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتونو کې د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي د ایران اسلامي جمهوریت ته صادر کړي دي.
دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ووئيل، باید دهیواد کلتوري جوړښتونو باندې بیا کتنه وشي او نیمګړتیاوې سمې شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ځینو ادعاګانو په غبرګون کې په ډاګه کړې ده ،د درو ایرانیو ټاپوګانو په باب په اړه له هیڅ یوۀ لوري سره نرمښت او ټوکې نه کوو،ځکه دغه درې ټاپوګان د ایران نه بیلیدونکي برخه ده.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي ،په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت په کابو یونیم کال کې څه دپاسه څلورمیلیون ماشومان د ز ده کړو له دوامه محرومه شوي دي
د جرمني صدارعظم اولاف شولتز په یولړ څرګندونو کې ووئیل، در وسیې له ولسمشر ولادیمیر بوتین سره دخبرواترو بشبړ غوڅیدا به یوه ستره تیروتنه وي.
په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر او دایمي استازی امیر سعید ایروانی په نیویارک کې په یولړ څرګندونو کې خبرداری ورکړ، د میرمنې د مقام په کمیشن کې د ایران دغړیتوب دلغوه کولو لپاره د امریکاسپيره هڅه،یو سیاسی او د ملګروملتو د منشور د اصولو په اپوټه اقدام دی اودغه ډول سپیرې هڅې او لاسوهنې به د دغه نړیوال اورګان رول او کړنې تر بوښتنو لاندې راولي.
د سورئې په الحسکه او دیرالزور کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد ددغه هیواد دپوځ په پاکونکو عملیاتو کې د تکفیری جنایتکارو یو شمیر پټنځایونه او تجهیزات له مینځه تللي دي.
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاززهرا بلوچ د امریکائي چارواکو په پاکستان کې د ترهه ګرو د پټنځایونو او روزنې د کیمپونو د شتون په باب ادعا چټي او بې اساسه وبلله.
اوس هم راګرځو د ځينو بهرنیو خپرونو په لور چې د افغانستان د وروستیو حالاتو او بدلونونو په باب ئې لیکنې کړي دي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او تاسو سره ئې هم شریکې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
مېل انلاین خپرونې د یوې افغان ډاکترې په اړه د اسوشې اټېډپرېس خبري اژانس راپور خپور کړی او لیکلی ئې دي، دغه افغان ډاکټره چې همدا اوس په ایټالیا کې اوسيږي، هیله لري چې یوه ورځ به بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.
خپرونه زیاتوي ،میرمن ډاکټر بتول حیدري د جنسي ناروغیو متخصصه ده او مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسېږي، په کابل پوهنتون کې یې د استادې په توګه تدریس کاوۀ.
په راپور کې ویل شوي چې د بتول حیدري خاوند د غالیو فابریکه لرله او د ښو اقتصادي شرایطو د لرلو له کبله یې خپلو دوو اولادونو ته د زده کړو ښه امکانات برابر کړي وو، خو د دوی هوسا ژوند د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه هغه مهال ګډوډ شو، چې طالبانو کابل ونیوۀ. ۳۷ کلنه میرمن حیدري له دې وېرې چې د نولس سوه نوي یمې لسیزې په شان به بیا ښځې له کار او تعلیمه منع شي، د ۲۰۲۱ په پای کې روم ته لاړه.
د راپور پر اساس، اغلې حیدري د زرګونو نورو افغان ښځو په شان هڅه کوي چې د هغو هېوادونو په ټولنو کې فعال رول ولري چې دوی پناه وروړې ده.
خپرونه لیکي،دا او خاوند یې اوس ایټالیايي ژبه وايي او په افغانستان کې د ښځو له ملاتړو ادارو او همداراز له خپلو ځینو ناروغانو سره هم د انټرنېټ له لارې په تماس کې ده.
دا غواړي چې اولادونه ئې په راتلونکې کې له افغانستان سره مرسته وکړي او ډاډه ده چې کورنۍ به ئې یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته وګرځي.
په راپور کې وړاندې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایټالیا په پوځي الوتکو کې تر ۵ زره ډیر افغانان له افغانستان څخه وایستل.
ټورنټو سټار خپرونه ؛:دې کاناډايي ورځپاڼې د خپلې خبریالې مرجان سادات په قلم د طالبانو له لورې د ځینو سزاګانو پر عملي کولو او د اسلام په اړه د طالبانو د تعبیر په باب لیکنه خپره کړې ده.
ټورنټو سټار کې راغلي، له کله چې طالبانو تېر کال واک ترلاسه کړی دی، په لومړي ځل یې په عام محضر کې د قصاص حکم تطبیق کړ. دې کار افغانانو ته د طالبانو تېره دوره ور په یاد کړه.
یادې ورځپاڼې د اعدام شوي کس د جرم او د اعدام د تطبیق لپاره د زرګونو کسانو ترڅنګ د یو شمېر طالب مشرانو د راغونډېدو په اړه د جزییاتو له خپرولو وروسته لیکلي چې دا کار په نړۍ کې په پراخه پیمانه وغندل شو.
ورځپاڼه لیکي، طالبانو ټولو دولتي مامورینو ته ویلي و چې د اعدام د لیدو لپاره ورشي.د نړیوالو غندنو په ځواب کې د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد ویلي چې د پانسۍسزا په امریکا، اروپا او درسته نړۍ کې شته.ده همداراز ویلي، په عام محضر کې دپانسۍ پر سزا انتقاد ښئي چې دوی یا پر اسلام نه پوهېږي او یا له اسلام سره ستونزه لري.
ټورنټو سټار ورځپاڼه وايي، چې مشهور دیني عالم مولوي عبدالله قرلُق ورته ویلي چې هېڅ مسلمان د قصاص مخالف نه دی، خو د قصاص په تطبیق کې د عدالت د رعایت کېدو لپاره مناسب شرایط په کار دي. قرلُق وايي، باید د جرم کره ثبوت وي، له واکمنانو او قاضیانو سره مسلمانان موافق وي او دا هغه څه دي چې طالبان یې نه لري.