چین د ایران د ځمکنې بشپړتیا او د ملي کرامت ملاتړ کوي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ په ایران کښې د چین سفیر چانګ هوا ټینګار وکړ هیواد یې په پریکنده توګه د ملي کرامت د ځمکنۍ بشپړتیا، د واکمنۍ د ساتلو او له خارجي لاسوهنې سره په مقابلې کولو کښې د ایران ملاتړ کوي.
هغه پرون په بندرعباس کښې د چین د کنسولګرۍ د پرانیستلو په دستورو کښې وویل ایران او چین دواړه زړه دوستان او مهم شریکان دي او د دوې دوستۍ اوږده مخینه لري.
د ایران په بندرعباس کښې د چین د کنسولګرۍ د پرانیستلو دستورې پرون په ایران کښې د چین د سفیرچانګ هوا او د ایران د جنوب د هرمزګان ولایت د چارواکو په ګډون سره ترسره شوې.
په دغو مراسمو کښې د چین سفیر چانګ هوا وویل چین له ایران سره اړیکو ته له سټراټيژیک نظره ګوري او له ایران سره د جامع سټراټيژیک مشارکت د پراخولو لپاره به خپله اراده کمه نکړي او چین د دواو هیوادونو د مشرانو د مهمې اجماع د اجرا کولو لپاره له ایران سره ملګرتیا کولو ، د ایران او د چین د جامع ملګرتیا د پروګرام د اجرا د پرمخ بیولو او په عملي ملګرتیا کښې د پرله پسې پرمختګ د زیاتولو لپاره ګروهنه لري.
هغه وویل د ایران په بندرعباس کښې د چین د کنسولګرۍ پرانیستل به د تهران او د بیجینګ د ولسي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي.