دنیجریه پوځ په هوائي بمباریو کې کابو دوه سوه ترهه ګرهلاک کړل
(last modified Sun, 25 Dec 2022 08:13:03 GMT )
Dec 25, 2022 12:43 Asia/Kabul
  • دنیجریه پوځ په هوائي بمباریو کې کابو دوه سوه ترهه ګرهلاک کړل

نیجریه په وروستیو کلونو کې د خونړیو حملو کتونکي ده.دغه حملې د نیجریه له شماله پیل شوي او وروسته د نیجریه نورو سیمو ته هم غزیدلي دي.

بوکوحرام ترهه ګره ډله په ۲۰۰۹کال کې د نیجریه په شمال کې ددیره کیدا په موخې سره  وسله په لاس شوه  او تر نیجر، چاډ او شمالی کامرون پورې ئې خپلې حملې پراخې کړي.

د تهران سواحیلی ریډیو راپور ورکړی، دنیجریه پوځ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د پوځ په دغو هوائي حملو کې  چې  د بورنو صوبې په شمال ختیځ کې په سامبیسا Sambisa))ځنګل کې ئې د بوکوحرام او داعش جنایتکارو په یوه مرکز  کړې،ددغو تکفیری ترهه ګرو ډلو څه دپاسه  دوه سوه غړي او مسئولان ئې هلاک کړي دي.

د نیجریه د پوځي چارو یوه کارپوه زاګازولاماکاما  له آناډولو خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل،  په دغو حملو کې  له سوپر توکانو خاصو جنګي الوتکو استفاده  شوې ده .  هغه ووئيل،  د نیجریه دپوځ عملیات   هغه مهال چې ددغو دواړو جنایتکارو او تکفیری ترهه ګرو ډلو  مسئولان او ترهه ګر  د داعش او بوکوحرام د لوړپوړو قوماندانانو په شتون سره په سامبیسا  ځنګل کې په یوې ځانګړي ناستې کې سره  غونډ شوي وو، ترسره شول  او ترهه ګرو ته ئې دروند ګوزار ورکړ. ما کاما دغه راز  ددغه لوي او ګڼ ځنګل  په داخلی نښتو کې د ټپي شوو ترهه ګرو د درملنې لپاره د کافی درملو او کسانو  کمښت  ددومره زیاتو ترهه ګرو دهلاکت دلیلونه بللي دي. دنیجریه پولیسو  همداراز ووئيل ،دکانو صوبې په مختلفو سیمو کې ئې له جنورۍ تر دې دمه  په ترهه ګرۍ ،جنسي تیریو او  وژلو تورنو د کابو پنځه سوه  شکمنو د نیول کیدا  راپورونه هم ترلاسه کړي دي.

 

ټیګونه