امریکا د سیمې ددرستو ناکراریو او بې ثباتیو عامله ده
د چین د خارجه وزارت ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې امریکا د چین د جنوبی سمندر پشمول په سیمې د ناکراریو عامله ده ،پر واشنګټن غو وکړ، له خطرناکو او لمسونکو اقداماتو دې لاس واخلي.
د امریکا د پوځ قوماندانۍ دپنجشنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې وئیلي ، د چین د جنوبی سمندري پرفضا په نړیوال هوائي حریم کې د چین یوه پوځي الوتکه د امریکاد هوائي ځواک د یوې الوتکې تر شپږو میټرو حده رسیدلې او له ډغرې دمخنیوي لپاره ئې د لارې بدلولو ته مجبوره کړې ده.
د امریکا پوځ همداراز مدعی شوی ، په دا وروستیو کې د چین د پوځي جنګي الوتکو خطرناک چلندونه زیات شوي دي.
فرانس پریس آژانس راپور ورکړی، د چین او امریکا جنګي الوتکو د جنوبی چین د سمندر د پاسه له یوه بلې سره ډير نزدې الوت وکړ چې یوه جدي خطره ئې رامینځةکړې ده.
د چین د خارجه وزارت ویندوي وانګ ون بین پرون ناوخته د چین د سیمه ایزو سمندري حدودو په فضا کې د امریکا جنګي الوتکې سره د چین د یوې جنګي الوتکې دنزدیکیدا په باب د امریکا دپوځ د اعلامیې په غبرګو ن کې ووئیل، دامریکا خطرناک او لمسونکي اقدامات، دسمندر کچ کونې په حوزې کې د امنیتی مشکلاتو اصلي ریښه ده.
د چین دخارجه وزارت ویندوي ټينګار وکړ، بیجینګ دځپل امنیت او حاکمیت د تامینولو لپاره او په عین حال کې د چین په جنوبی سمندري برخو کې دسولې د ساتنې لپاره لازمو اقداماتو غوره کولو ته دوام ورکوي او په دې باب له هیچا سره ټوکې ټکالې هم نه کوي.