د امریکا په کانګرس کې جمهوری پال بیا هم دپارلیمان دمشر په ټاکلو کې پاتې راغلل
(last modified Thu, 05 Jan 2023 02:08:32 GMT )
Jan 05, 2023 06:38 Asia/Kabul
  • د امریکا په کانګرس کې جمهوری پال بیا هم دپارلیمان دمشر په ټاکلو کې پاتې راغلل

په تیرې یوې پيړۍ کې دا لومړی ځل دی چې  دامریکا د کانګرس  دمشر ټاکل کیدا څو پړاؤنو راي اخستنې ته ضرورت پیدا کړی دی.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د امریکا د کانګرس د مشر په توګه د مک کارتي دټاکل کیدا په سر څلورم ځل راي اخستنې بیا هم د  جمهوری غواړي ګونډ دغړو ترمینځ  ددرز اواختلافاتو په دلیل له ماتې سره  مخ شوې . او مک کارتي په دغو راي اخستنو کې یوازې دوه سوه یو راي ترلاسه کړې چې  له  ۲۱۸لازمو رایو څخه  اولس رائ  کمې وې.

د امریکا  دکانګرس  استازي ترڅو چې  د کانګرس مشر مشخص نه شي ، نو د نوو غړو دلوړې پشمول  هیڅ کار نشي ترسره کولی.

په تیرې یوې پيړۍ کې دا لومړی ځل دی چې  دامریکا د کانګرس  دمشر ټاکل کیدا څو پړاؤنو راي اخستنې ته ضرورت پیدا کړی دی.

مک کارتي  په لیبرال ګوند یا هماغه جمهوری غواړو  په ګوند کې  له یوې داسې مخالفې ډلګۍ سره مخ شوی چې  د  کانګرس دکړچار په څرنګوالی کې د بدلون غوښته کوي ،که څه هم  هغه د دغې ډلګۍ  دډيرو غوښتو په وړاندې تسلیم شوی ، خو  هماغه راز له لازمو رایو برخمن شوی نه دی.مک کارتي هم ټينګار کوي ،چې هیڅکله به هم  له کاندیدیدا لاس په سر نشي  اوتر څو ئې چې لازم  ملاتړ ترلاسه نه وي کړی خپلې هڅې ته به دوام ورکړي.

تیره سه شنبې ورځ  د امریکا د نوي کانګرس لومړۍ ورځ وه  چې جمهوری غواړو  کانګرس  کې ډيموکراټو څخه اکثریت  بیرته اخستی خو په دغه ورځ  د خپل   کانګرس دم شر په ټاکلو  کې له اختلافاتو سره مخ دي او تر دې د مه ئې  خپل  کار نه دی پیل کړی.ټاکل شوې چې  د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات دوه کاله وروسته ترسره شي، چې داسې ښکاري دجوزف بایډن دبیرته کاندیدا لپاره ډیموکراټان هم تیار نشي.

 

ټیګونه