د بشري حقوقو د دفاع د لویدیځو مدعیانو ایراني ضده ډرامه دوام لري
(last modified Tue, 10 Jan 2023 02:53:30 GMT )
Jan 10, 2023 07:23 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو د دفاع د لویدیځو مدعیانو ایراني ضده ډرامه دوام لري

برطانیې، فرانسې او جرمني د ایران د امنیت د یو ساتونکي د شهادت د دوه تنه عاملانو د پانسۍ د حکم د اجرا په غبرګون کښې په لندن، پیرس او برلین کښې د ایران جګ پوړي ډیپلماټان احضار کړل.

برطانیې، فرانسې او جرمني د ایران د امنیت د یو ساتونکي د شهادت د دوه تنه عاملانو د پانسۍ د حکم د اجرا په غبرګون کښې په لندن، پیرس او برلین کښې د ایران جګ پوړي ډیپلماټان احضار کړل.

شهید روح الله عجمیان چې بې وسلې و او د بلواګرو له خوا د تهران-کرج د بندې کړې لوې لارې د خلاصولو کوشش یې کوه، یوازې په دې وجه چې بسیجي یونیفارم یې اغوستی و، د بلواګرو له حملې سره مخامخ شو او یوشمیر کسانو په ډیرې بې رحمۍ سره شهید کړ.

په دې لړ کښې د کرج د جنايي چارو محکمې د محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني په نامه دوه کسانو ته د پانسۍ سزا واوروله کومو چې په ډاګه په خپل دغه جرم او د عجمیان په وژلو اعتراف کړی و.

 

ټیګونه