لویدیځوالو د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کړې
(last modified Fri, 20 Jan 2023 11:09:12 GMT )
Jan 20, 2023 15:39 Asia/Kabul
  • لویدیځوالو د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کړې

د ایران د اسلامي شورا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ټيګار وکړ چې لویدیځوالو د نظام د پرزولو په موخه د ایران په کورنیو چارو کښې دخالت کړی دی

د پارلیمان د خبري آژانس د خبر له مخې عباس ګلرو د ایران په کورنیو موضوعاتو کښې د لویدیځوالو د لاسوهنو په غبرګون کښې وویل: د ملګرو ملتو په منشور کښې یو مطرح اصل، د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې د ډډه کولو بحث دی چې په نړیوالو اړیکو کښې د یو نظم ورکونکي او په لاسوهنو د مخنیوي د یو قانون په توګه پرې د هیوادونو له خوا ټینګار شوی دی.

ګلرو زیاته کړه: لویدیځوالو د پرزولو په هدف سره د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړه:

د ایران د پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر هم داشان وویل: لویدیځوالوا په مختلفو سیاسي اړخونو کښې او د نظام د ړنګولو په موخه د نرم او سایبري جنګ له لارې د ایران په داخلي موضوعاتو کښې دخالت وکړ، هم داشان د مخه نیونکي او وارمخکښي جنګ په پلمه چې د نړیوالو حقوقو هیڅ اډانه نه لري، د ملګرو ملتو د منشور د اصولو څرګنده خلاف ورزي کوي.

ښاغلي ګلرو څرګنده کړه: په تهران کښې د جرمني، فرانسې او انګلستان سفارتونو په کورنۍ بې ثباتۍ او بلواؤ ته د لور ورکونې په لړ کښې ترټولو زیات رول درلود او حتی په ځینو تجمعاتو کښې د سفارتخانو ځیني کسان هم لیدل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت به متقابل اقدام وکړي.

د ویلو ده چې د تیر ۲۰۲۲ کال د ستمبر له وروستیو څخه د ایران په مختلفو سیمو کښې بلواوې رامینځته شوې چې په هم هغو وړومبنیو ورځو کښې یې په پراخولو کښې د ځینو بهرنیو رسنیو رول څرګند و او د امریکې او صهیونیسټي رژیم او د ځینو اروپايي هیوادونو سیاسي مشرانو له دغو بلواؤ پوره ملاتړ وکړ.

 

ټیګونه