د بندیزونو د ختمونکو دخبروپه باب د پيغامونو تبادله دوام لري
(last modified Mon, 23 Jan 2023 00:55:40 GMT )
Jan 23, 2023 05:25 Asia/Kabul
  • د بندیزونو د ختمونکو دخبروپه باب د پيغامونو تبادله دوام لري

امریکایان له اروپائي  ټرائيکا ډيره زر پوهه شوي دي د ایران په بلواؤ پسې نوره  ناامیده شوي او هیڅ به رامینځةنشي،نو له نورو مخکې ئې پیغام رالیږلی چې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنولو ته هوډمن یوو.

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ددې خبرې په کولوسره چې د ایران په ضد دبندیزونو دختمونکو دخبرواترو په باب د پیغامونو مبادله  هماغه راز دوام لري ووئیل، د نړیوالې ایټمي موافقې په لاره کې مو  داسې ګامونه تعریف کړي دی چې  فکر کوو، په نزدې راتلونکي کې به له هغو یو ګام عملیاتي شي.

د ویانا د میاشتو میاشتو خبرواترو تجروبې ثابته کړې ده  سپینه ماڼۍ د داخلی مشکلاتو او د صهیونیسټي رژيم  ددباؤ په دلیل  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا  د فیصلې قدرت نه لري او له دې منظره ئې  دایران په ضد د ګرَم بریښولو تاکتیکونو  او د جوړو شوو الټی میټمونو  ټآکلو ته ئې   مخه کړې ده.

ایرنا  خبری آژانس رآپور ورکړ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  بیګا  په یوې ټيلیویژني مرکې کې  ووئيل،که مقابل لوری جدی اراده او نیّت ولري او د مونږ ګټې تامین شي، نو نړیواله ایټمی موافقه به ترلاسه شي.

هغه روښانه کړې ده،امریکایان له اروپائي  ټرائيکا ډيره زر پوهه شوي دي د ایران په بلواؤ پسې نوره  ناامیده شوي او هیڅ به رامینځةنشي،نو له نورو مخکې ئې پیغام رالیږلی چې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنولو ته هوډمن یوو. هغه ټينګار کړی، هرچرته چې مو  احساس کړه، د ملت ګټې  تامینیدونکي دي ،نو هلته به فیصله وکړو او فوری به ورباندې عمل هم کوو. امیر عبداللهیان  په دوام کې  د ایران  او دسپاه پاسدارانو په ضد ځينو اروپائي هیوادونو اقدام محکوم کړ او وې وئيل،نن سبا په اروپا کې  احساسات پر عقلانیّت واکمن دي.

 هغه روښانه کړې ده ، له دې مخکې مو اروپایانو ته وئيلي دي، چې  دایران  په ضد هرډول اقدام او دترهه ګرو په لیسټ کې دسپاه پاسدارانو شاملول  په اړیکو کې منفي  فضا رامینځةکولی شي.

 داروپائي پارلیمان استازو  د جنورۍ په اتلسمه نیټه داروپائي اتحادئې د ترهه ګرو په لیسټ کې د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د پيژندنې لپاره  وړاندیزي ترمیم ته مثبته رایه ورکړې،چې البته اجرائي بڼه نه لري.

 

ټیګونه