په بېلابېلو هېوادونو کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا له ۴۴مې کلیزې نمانځنه وشوه
(last modified Fri, 10 Feb 2023 10:11:52 GMT )
Feb 10, 2023 14:41 Asia/Kabul
  • په بېلابېلو هېوادونو کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا له ۴۴مې کلیزې نمانځنه وشوه

سبا شنبه د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشتې ۲۲ نېټه چې د ۲۰۲۳ کال د فببرورۍ له ۱۱ نېټې سره سمون خوري د ایران د اسلامي انقلاب د بریا له ۴۴مې کلیزې سره برابره ده.

له نن څخه ۴۴ کاله مخکې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دولسمه نېټه د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) له پنځلس کلنۍ جلاوطنۍ او له خپل وطن څخه د لېرې والې وروسته د دغه هېواد په خاوره کې قدم کېښود او د اسلامی ایران د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

ایران ته له رسېدو لس ورځې وروسته، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې میاشتې په ۲۲ نیټه (د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ ۱۱) د ایران ستر اسلامي انقلاب بریالی شو.

په همدې خاطر د سلواغې له دولسمې نېټې څخه چې ایران ته د امام خمیني (ره) د راتګ ورځ ده، بیا د سلواغې میاشتې تر ۲۲ نېټې پورې چې د اسلامي انقلاب د بریا ورځ ده، د سباوون لسیزې په نوم یادېږي چې هر کال په دې ورځو کې د اسلامي انقلاب د بریا په مناسبت ځانګړي جشنونه او مراسم ترسره کېږي.

په همدې مناسبت د چين، روسيې، يمن، عراق او هالنډ په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د ايران د اسلامي انقلاب د بريا د يادونې مراسم تر سره شول.

د کربلا خلکو هم په دې ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ کې د اسلامي انقلاب د ۴۴مې کلیزې د مبارکۍ په ورکولو سره د ایران له ملت سره د عراق د خلکو پر پیوستون ټینګار وکړ.

له دې سره، د چين، ټايلند، مجارستان او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په جلا جلا پيغامونو کې د ايران د اسلامي انقلاب د بريا د کليزې په مناسبت د ايران خلکو او حکومت ته مبارکي وويله.

ټیګونه