اروپا ته د تګ پر مهال ۸ زره کډوال مړه شوي.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128032-اروپا_ته_د_تګ_پر_مهال_۸_زره_کډوال_مړه_شوي.
د تازه خپاره شویو معلوماتو له مخې په تېرو څلورو کالونو کې اروپا ته د تګ پر مهال ۸ زره کډوال مړه شوي دي.
(last modified 2023-02-15T09:02:36+00:00 )
Feb 15, 2023 13:28 Asia/Kabul
  • اروپا ته د تګ پر مهال ۸ زره کډوال مړه شوي.

د تازه خپاره شویو معلوماتو له مخې په تېرو څلورو کالونو کې اروپا ته د تګ پر مهال ۸ زره کډوال مړه شوي دي.

اروپا ته د تګ پر مهال ۸ زره کډوال مړه شوي.

د تازه خپاره شویو معلوماتو له مخې په تېرو څلورو کالونو کې اروپا ته د تګ پر مهال ۸ زره کډوال مړه شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې اروپايي خیریه موسسې تازه خپور شوې را پور کې ویلي په تیرو څلورو کالونو کې د مدیترانې بحیرې څخه د تېریدو پر مهال له یو نیم میلیون وګړو څخه یې ۸۴۶۸ تنه اوبو کې ورک شوي او مړه شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې هغه پناه غوښتونکي چې له مراکش څخه هسپانیې ته د رسېدو هڅه کوي، یا د ترکیې له لارې یونان ته ځي او همدارنګه له لیبیا او تونس څخه ایټالیا ته ننوځي، ورسره سخت فزیکي چلند ترسره کېږي.

 د دې موسسی په وینا، اروپایي اتحادیې د تیر کال په اوږدو کې له اته میلیونه څخه زیاتو اوکراینیانو ته، چې ۴۰٪ یې ماشومان دي، د ننوتلو اجازه ورکړې.