په روسیې کې د داعش د ترهګرې ډلې برید شنډ شوی
د روسیې فډرل امنیتي ایجنسۍ په مسکو کې د کیمیاوي توکو په یوې کارخانې باندې د داعش د ترهګرې ډلې د برید د شنډیدو خبر ورکړی دی.
د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې څو ورځې وړاندې په یوه بیانیه کې ویلي چي د کره معلوماتو له مخې، د امریکا فوځ په روسیې او په مشترک المنافع هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو لپاره، داعش او القاعده په کار ګومارلي دي.
د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلې چي امریکا د جنورۍ په میاشته کې په سوریې کې د التنف په فوځي اډه کې ۶۰ ترهګریې روزلي او بیا یې روسیې او د مرکزي اسیا هیوادونو ته د سیاسي او فوځي چارواکو د هدف ګرځولو لپاره استولي دي.
د المیادین له راپور سره سم، تیره ورځ هم د روسیې فډرل امنیتي ایجنسۍ اعلان وکړ چي د داعش د ترهګرې ډلې پورې اړوند دوه بریدګر یې نیولي چي د مسکو د ښار په کالوګا سیمه کې د کیمیاوي توکو په یوې کارخانې باندې د برید اراده لرلږ
د دې راپور سره سم، یادو کسانو د مرکزي اسیا له هیوادونو مسکو ته راغلي وه او غوښتل یې چي لاسي بمونو په وسیله د یادې کارخانې د کیمیاوي موادو زیرمې ته چاودنه ورکړي.
له دې مخکې هم د النشرې خبري ویب پاڼې ویلي وه چي امریکا په سوریې کې د داعش په شمول د ترهګرو ډلو جنګیالي اکراین ته استولي دي