د ترکیې په زلزلې کښې د مړو شمیر له ۴۰ زرو اوښتی دی
Feb 19, 2023 07:33 Asia/Kabul
په ترکیې کښې د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمیر څه باندې څلویښتو زرو ته رسیدلی دی.
په ترکیې کښې د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمیر څه باندې څلویښتو زرو ته رسیدلی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د ترکیې د پیښو د مدیریت ادارې پرون مازیګر وویل چې په دغه هیواد کښې د راغلې زلزلې له مله د مړو شمیر ۴۰ زره، ۶ سوه او ۴۲ کسانو ته رسیدلی دی.
په دغې زلزلې کښې څه باندې ۱ لاک ۸ زره کسان هم زخمي شوي دي.
د خبر له مخې د ترکیې وروستۍ زلزلې په دغه هیواد کښې د ۱۳ میلیون خلکو ژوند ته تاوان رسولی دی.