د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحیې تړون درېیمې کالیزې په مناسبت هینداره خپرونه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحیې تړون درېیمې کالیزې په مناسبت د تهران راډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه د خپرونې کوربه : عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل او لیکوال او څېړونکی محمد واصل وصال
د کب لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحیې د درېیمې کالیزې سره برابرده، د دې هوکړې وروسته په افغانستان کې د جمهوري نظام د ړنګیدو او د امریکایانو د وتلو لړۍ پیل شوه او د طالبانو حاکمیت په پراخېدو شو.
ډیری افغانان په دې باور دي چې امریکا د دوحیې تړون له مخې په افغانستان کې شل کلنې لاسته راوړنې لمنځه یوړې، ځینې بیا وایي چې امریکا د طالبانو سره د دوحیې تړون وروسته هغه ډول چې اړتیا وه، ملاتړ ونکړ او په دې چارې سره یې افغانان تنها پرېښودل.
طالبان او امریکا هم وخت پر وخت پر یو بل د نه همکارۍ او دوحیې تړون څخه د سرغړونې تورونه پورې کوي او دغه نندارو تر ډیره دوام پیدا کړی.
خو طالبان د دوحیې تړون د امریکا د ماتې او د دوی د بریا پیلامه بولي، له همدې امله یې سږ کال دغه ورځ په مرکز او ولایتونو کې د غونډو په کولو سره ونمانځله.
دا چې دې ورځې افغانستان ته څه لاسته راوړنې او کومې ستونزې رامنځته کړې، موږ هم د تهران راډیو اوسنۍ هینداره خپرونه همدې موضوع ته ځآنګړې کړې، په خپرونه کې را سره د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل او لیکوال او څېړونکی محمد واصل وصال میلمانه دي، هیله ده خپرونه مو تر پایه واورئ