د روسیې په ضد د لویدیځوالو سیاست ناکام شوی دی
د روسیې ولسمشر ووئیل، ځینو دا تصّور کاوۀ، کله چې لویدیځي شرکتونه له روسیې ووځي ،نو هرڅه سره دړې وړې کیږي، خو دلویدیځوالو شرکتونو ځاي د روسیې شرکتونو نیولی دی. او نور د هغوي هیڅ ځاي پاتې شوی نه دی او نه به هم په راتلونکي کې دغه ځاي وګوري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټينګار وکړ، د روسیې دبې ثباته او ناکراره کولو لپاره د لویدیځوالو سپیرې هڅې ناکامې شوي او دوي هم نهیلي شوي دي.
روسیاالیوم خبری چینل راپور ورکړی ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هیواد د بوریاتیا کورواکه جمهوریت دمرکز اولان ا وده سیمې کې د چورلکو د جوړولو د یوه مرکز د لیدو په وخت ووئیل، لویدیځ د اقتصادی بحران د رامینځةکولو له لارې پانګونه کړې وه ، خو ددغې سپيرې موخې په پوره کیدا کې بریارلي نه شول.
پوتین دغه راز ووئيل، لویدیځ اټکل کاوۀ او تمه ئې درلوده ، د روسیې ملی تولید شل فیصدو ته راټيټ شي ،خو داسې ونه شول.