میانمار کښې چاودنو شلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
Mar 29, 2023 11:44 Asia/Kabul
په میانمار کښې په دوو جلاجلا چاودنو کښې ۲ تنه مړه او ۱۸ زخمي شوي دي.
په میانمار کښې په دوو جلاجلا چاودنو کښې ۲ تنه مړه او ۱۸ زخمي شوي دي.
ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د میانمار په ساګاینګ سیمه کښې بیګا د رامینځته شویو دوو چاودنو له امله دوه کسان مړه شوي او اتلس نور ژوبل شوي دی.
د میانمار رسمي خبري آزانس هم خبر ورکړی چې د چاودنو له امله یو ۶۰ کلن سړی او یو ۳ کلن ماشوم مړه شوي او د اتو ښځو په شمول ۱۸ تنه نور زخمي شوي دي چې د پنځو حالت په کښې خراب دی.
د میانمار حکومت د دغو چاودنو د ترهګروالي احتمال ورکړی دی.