روسیه:
ناټو دریمې نړیوالې جګړې ته لمن وهې
د روسیې د امنیت شورا مرستیال خبرداری ورکړ چي ناټو د دریم نړیوال جنګ د جوړولو او یوې نه راستنېدونکې پړاو ته د ننوتلو هڅه کوي.
د روسیې او اکراین تر مینځ له جنګ وروسته، اروپایي هیوادونو په روسیې باندې سخت اقتصادي بندیزونه لګولي او له اکراین څخه هر اړخیز سیاسي، مالي او وسله ایز ملاتړ کوي.
د هنګری یا مجارستان لومړي وزیر ویکټور اوربان تېره ورځ اعلان وکړ چي اروپایي هیوادونه غواړي په اوکراین کې سوله ساتې ځواکونه ځای پر ځای کړيږ
دیمیټرې مدودف د روسیې د امنیت شورا مرستیال خبرداری ورکړ چي په اوکراین کې د مسکو له موافقې پرته سوله ساتې ځواکونه نه شي ځای پر ځای کېدای، او د روسیې له لورې به په نښه کړای شي.
هغه زیاته کړه چي دا د ناټو دسیسه ده چي د سوله ساتو ځواکونو په پلمې سره، په اوکراین کې په جنګې سیمو کې خپل د خوښې بدلونونه رامینځ ته کړي.
مدودف وویل: مونږ پوهېږو چي د ناټو پورې پییلې سوله ساتې ځواکونه به زمونږ له دښمن سره یوځای شي، او روسیې سره به جنګ وکړي.
د بلې خوا څخه بیا د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل چي اوسني حالاتو کې سوله ممکنه نه ده او په اوکراین د اروپایي سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه خبرې خطرناکې دي.