د امریکايي او غربي رسنیو له پروپاګنده او دروغو ډکو رسنیو په اړه ځآنګړې هینداره خپرونه
(last modified Mon, 01 May 2023 07:50:41 GMT )
May 01, 2023 12:20 Asia/Kabul

د امریکايي او غربي رسنیو له پروپاګنده او دروغو ډکو رسنیو په اړه ځآنګړې هینداره خپرونه د خپرونې میلمانه: د ژورنالیزم پوهنځي استاد خالد ضیا او لیکوال او ژورنالیست صادق کریمزی د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی

رسنۍ د عامه افکارو په کنټرول او لارښود کې مهم رول لوبوي، ډیری دا رسنۍ هڅه کوي چې د خلکو نظر په هغه لوري مستقیم کړي چې دوی او یا د دوی پالیسي جوړونکي یې په ذهن کې لري.

د عامه افکارو د تغیر لپاره امریکایي او لودیځې رسنۍ یوه روښانه بېلګه ده، له څو کلونو راهیسې دغه رسنیو د هر ډول رسنیزو تاکتیکونو او تخنیکونو په کارولو سره د عامه افکارو د مغشوشولو لپاره لاره هواره کړې، نو له دې سره سره چې نن ورځ په غربي رسنیو کې ډېر کم داسې خبرونه خپرېږي چې کره او مستند وي او د احصایو او ارقامو پر بنسټ د باور وړ وي، او ورځ تر بلې عامه فکر او خلک پر دوی بې باوره کیږي.

تازه امریکايي تلویزیون #FoxNews د ناسمو ادعاوو خپرولو له امله۷۸۷میلیونه ډالر جریمه ومنله، په دغه هېواد کې د ډومینین شرکت وايي دې تلويزيون د دوی د رایې ورکولو د ماشینونو په هکله ناسم معلومات خپاره کړي وو او تور يې لګولی و چې د۲۰۲۰کال په ټاکنو کې یې دډونلډ ټرمپ په وړاندې د جو بایډن بریا ته لاره پرانستې وه.

د فکس نیوز له لورې د جریمې منل په دې معنا دي چې دې او په دې هېواد کې د CNN ، NBC  او ګڼ نورو رسنیو په ګډون امریکایي او اروپایي رسنۍ له حده زیات دروغ او پروپاګنده کوي، خو د خپل منځي اختلافاتو له امله یې دغه چاره له شرمندګۍ سره مخامخ کیږي.

په همدې حال کې غربي او امریکایي رسنۍ په داسې حال کې چې د بیان ازادۍ ته ظاهر چغي وهي، پخپله د بیان پر ازادۍ پښي ږدي، تازه په امریکا او ګڼ شمېر اروپایي هېوادونو کې په چیني اپ ټیک ټاک د کارونې بندیزونه لګلیدلي او څوک حق نلري چې یاده ټولنیزه رسنۍ وکاروي.

دا چې ولې اروپايي او امریکایي هېوادونه د بیان د ازادۍ چغي وهي او دوی ورته خپله ژمنتیا نلري، همدا راز ولې دوی د رسنیو د کره والي او بې پریتوب باندې ټینګار کوي، خو خپله په دروغجنو خبرونو نشرولو سره اعتراف کوي، موږ د تهران راډیو هینداره خپرونه همدې موضوع بحث کولو لپاره ځآنګړې کړې.

په خپرونه کې را سره په افغانستان کې د ژورنالیزم پوهنځي استاد خالد ضیا او د ننګرهار ولایت مقام د ژورنالیزم پوهنځي فارغ او د ولایتي ادارې سکرتر محمد صادق کریمزی میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه