چین او پاکستان په افغانستان کښې د ثبات په موخه ګډې هلې ځلې کوي
(last modified Sat, 06 May 2023 23:12:40 GMT )
May 07, 2023 03:42 Asia/Kabul
  • چین او پاکستان په افغانستان کښې د ثبات په موخه ګډې هلې ځلې کوي

د پاکستان ولسمشر د چین د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګولو په لاره کښې د دواړو هیوادونو په ملګرتیا تاکید وکړ.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د چین د خارجه وزیر کین کانګ په کتنه کښې ویلي دي: پاکستان په افغانستان کښې د صلحې او بیارغونې لپاره له چین سره ملګرتیا ته چمتو دی.

په دغه کتنه کښې چې په اسلام آباد کښې وشوه، کین کانګ هم ویلي دي: چیني لوری چمتو دی چې د افغانستان د مسئلې او په دغه هیواد کښې د صلحې او بیارغونې او د سیمه ایز ثبات او پراختیا سره مرستې په لړ کښې له پاکستاني لوري سره خپلې اړیکې او غږملتیا پياوړې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د خبرواترو او د طالبانو او پاکستان له خارجه وزیرانو سره په درې اړخیزې غونډې کښې د ګډون په موخه اسلام آباد ته تلی دی.

طالبانو وايي چې امیر خان متقي به په اسلام آباد کښې د پاکستان او چین له خارجه وزیرانو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

چین او پاکستان له هغو هیوادونو دي چې د نړۍ نور هیوادونه د انساني مرستو لپاره له طالبانو سره تعامل ته هڅوي او په کراتو یې ویلي دي چې په دې لړ کښې به همکاري وکړي.

 

ټیګونه