May 11, 2023 03:44 Asia/Kabul
  • چین د اروپا د سټراټیژیکې خپلواکۍ ملاتړ وکړ

اسپوتنیک خبري اژانس راپور راکړی د چین حکومت وویل په بیلابیلو حوزو کښې د امریکا له سیاستونو د لیرې کیدا او د اروپايي اتحادیې او د خلکو د سټراټيژیکې خپلواکۍ د ایډیا ملاتړ کوي.

تیره میاشت د اروپايي اتحادیې د شورا مشر ویلي وو چې د دغه اتحادیې مشران د امریکا له سیاستونو د سټراټيژیکې خپلواکۍ او له واشنګټن څخه د نه پیروۍ کولو د سیاست په غوره کولو کښې د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون وروستي دریځ ته ګروهنه لري.

مخکې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون له چین څخه ستنیدا وروسته له پولیټیکو مجلې سره په مرکه کښې ټینګار کړی و اروپايي هیوادونه باید په امریکا باندې خپل اړوندوالی کم کړي او د ټایوان پرسر د چین او د امریکا ترمینځ کړکیچ ته د ورګډیدا مخنیوی وکړي.

د چین خارجه وزیر کین ګانګ د جرمني له خارجه وزیرې انالنا بربوک  سره په خبرو کښې وویل پیکینګ د هغه لارې د پراختیا او پرمختګ چې د اروپايي اتحادیې خلکو سټراټيژیکې خپلواکۍ ته د رسیدا لپاره انتخاب کړي ده ملاتړ کوي.

 

ټیګونه