میانمار کښې د طوفان له امله د مړو شمیر زیات شوی دی
د میانمار په طوفان کښې د مړو شمیر ۸۱ کسانو ته رسیدلی دی
د ایسنا خبري آژانس د پروني خبر له مخې، غیررسمي احصائیې لږترلږه د ۴۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکوي.
په هم دې لړ کښې د میانمار مرستندویه ډلو د دغه طوفان له امله د پراخو تلفاتو د احتمال په اړه خبر داری ورکړی دی.
دغه طوفان چې د میانمار په تاریخ کښې ترټولو سخت طوفان ړی، په ساعت کښې ۲۵۰ کیلومیټره چټکتیا درلودله. د راخین په مسلمان میشت ولایت کښې د موکا طوفان او ورپسې د سیلاب راوتلو وروسته بیړنی حالت اعلان شو.
د طوفان له امله د سیتوه په نامه د یونیم لاک کسیز ښار ارتباطي لیکې غوڅې شوې دي. د دغې سیمې ځینو اوسیدونکو د سیلاب له خطر څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره په لوړو سیمو کښې روغو پاتې ودانیو ته پناه وړې ده.
د راخین ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې یوازې په «یوما» او «خاونګ دوک کار» کلیو کښې لږترلږه ۴۶ کسان مړه شوي دي.