سعودي د جون له ۴مې وروسته عمرې ادا کولو ته اجازه نه ورکوي
May 22, 2023 13:28 Asia/Kabul
سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وایي چې د حج له موسم مخکې د عمرې ادا کولو وروستۍ نیټه د جون څلورمه ده او له هغې وروسته به مسجد الحرم یواځې د حجاجو لپاره ځآنګړی شي.
سعودي د جون له ۴مې وروسته عمرې ادا کولو ته اجازه نه ورکوي
سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وایي چې د حج له موسم مخکې د عمرې ادا کولو وروستۍ نیټه د جون څلورمه ده او له هغې وروسته به مسجد الحرم یواځې د حجاجو لپاره ځآنګړی شي.
نوموړي زیاته کړې، سږ کال یې د حاجیانو د راتګ لپاره ټول ترتیبات نیولي او په سیاحتي ویزه او د عمرې لپاره تلوونکې کسانو ته د حج مراسمو کې اجازه نه ورکول کیږي.
دوی د جون اتلسم له سعودي عربستان څخه د عمره کوونکو د وتلو لپاره وروستۍ نیټه اعلان کړې.