د امریکا رسنیو د ایران توغندوي اقتدار ته انعکاس ورکړی
(last modified Wed, 07 Jun 2023 22:32:19 GMT )
Jun 08, 2023 03:02 Asia/Kabul
  • د امریکا رسنیو د ایران توغندوي اقتدار ته انعکاس ورکړی

مهر خبري اژانس راپور ورکړ د امریکا میزائیل تهریټ(Missile Threat) اینټرنیټ سایټ په یوه راپور کښې د ایران د« فتاح » له غږ ورهاخوا توغندي په قدرت سره مخ کتنې وروسته د صهیونیسټ رژیم او د ایران د توغندوي قدرت په هکله اټکلونه کړي دي.

د امریکا میزائیل تهریټ اینټرنیټ پاڼې د ایران د فتاح د غږ ورهاخوا توغندي د ازمویل کیدا په ارتباط ولیکل ایران داسې نوی توغندی ازمویلی دی چې جوګه دی په ډیر زیات سرعت سره د هدفونو په لور حرکت وکړي په دې ډول چې د کلاسیکو توغندوي دفاع سیسټمونه د هغه  مخه نشي نیولای.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي د ایران فتاح توغندی د دې جوګه دی چې د غږ  څوارلس برابره یعني په یوه ساعت کښې د دیارلس سوه پینځه دیرش کلومیټره واټن په وهلو سره د خپلو هدفونو په لور وتوغول شي.

په دغه راپور کښې دغه موضوع ته اشاره شوي ده چې ایران د بلاسټیک توغندیو په شمول د لنډواټنه ، د مینځ واټنه او د لر واټنه قوي توغندیو د زیرمو په لرلو سره د دنیا په بر توغندوي هیوادونو کښې شامل دی.

د امریکا میزائیل تهریټ اینټرنیټ پاڼې په دوام کښې د صهیونیسټ رژيم جوړو شویو توغندیو ته اشاره کړي ده کوم چې د تنوع له پلوه د ایران له توغندیو سره د پرتله کول وړ نه دي.

 

ټیګونه