د منافقینو د ترهګرې ډلې په وړاندې د اروپایي هیوادونو په دریځ کې بدلون
(last modified Thu, 22 Jun 2023 10:48:07 GMT )
Jun 22, 2023 15:18 Asia/Kabul
  • د منافقینو د ترهګرې ډلې په وړاندې د اروپایي هیوادونو په دریځ کې بدلون

اروپایي هیوادونو د اسلامي انقلاب له بریا را په دې خوا تل د ایران ضد ترهګرو ډلو ته پناه ورکړي او د هغوی پالنه کړې ده، خو وروستیو ورځو کې داسي اقدامات تر سره کړي چي د ترهګرو په وړاندې د اروپایي هیوادونو د دریځ بدلون ښیي.

سره له دې چي اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه البانیا د ایران په ضد د منافقینو تل د ترهګرې ډلې ملاتړ پاته شوي او هغوی ته خوندي ځایونه ورکړي، خو په وروستیو ورځو کې د هغوی په مرکزونو باندې په برید سره، یو شمېر منافقین یې نیولي دي.

د سې شنبې په ورځ د البانیا پولیسو د دې هیواد په دورس ښار کې د اشرف ۳ په نامه د منافقینو د ترهګرې ډلې په مرکز برید وکړ او د یوه ترهګر په وژلو سره، د یادې ډلې ۷۰ غړي یې ونیول.  د البانیا د پولیسو مشر وویل چي د منافقینو له ترهګرې ډلې سره، په اخ و ډب کې ۱۵ پولیس ځواکونه ژوبل شوي دي.

د البانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، وویل چي یاد عملیات له ټروریزم سره د مبارزې لپاره د دې هیواد د سترې محکمې په حکم او په قانوني چوکاټ کې تر سره شوی دی. هغه زیاته کړه: له منافقینو سره زمونږ د ۲۰۱۴ میلادي کال د هوکړې له مخې، هغوی ته د بشر دوستانه دلایلو له مخې پناه ورکول شو، خو د منافقینو ډله د ترهګریزو اقداماتو او اینټرنیټي بریدونو په تر سره کولو له تر سره شوې موافقې څخه سرغړونه کړې ده.

د یادې اعلامیې له مخې، د سې شنبې په ورځ د البانیا پولیسو د منافقینو د ترهګرې ډلې د اشرف ۳ نومې قرارګاه په پلټنه کې د دې ډلې ټولې الکټرونیکي سیسټمونه او ټلفونونه وڅېړل او د بې پیلوټو الوتکو په شمول د جاسوسۍ ځینې اوزارونه یې ورڅخه تر لاسه کړ.

د البانیا چارواکو د دغه ترهګرې ډلې ۶ غړو ته قضایي دوسیې پرانیستلې دي، د البانیې د کورنیو چارو وزیر بلدار چوچي په دې اړه وایي: د منافقینو د سازمان کړچار د خواشینوونکي او له تر سره شوې موافقې سره په ټکر کې دي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کله چي د منافقینو ترهګره ډله د عراق د حکومت له لورې وشړل شوه، امریکا او ناټو ایران سره د خپلو دښمنیو په خاطر، دغه ترهګرې ډلې ته په البانیا کې ځای ورکړ، د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کري له البانیا سره داسي موافقې ته ورسېده، چي له مخې یې البانیا باید ۳۰۰۰ منافقینو ته ځای ورکړې وای. په داسي حال کې چي د منافقینو ترهګره ډله د البانیې د دولت د معلوماتو له مخې، د بشردوستانه دلایلو په خاطر منل شوي، لیکن منافقینو د اشرف ۳ قرارګاه یې د سایبري بریدونو، ترهګریزو اقداماتو او جاسوسۍ په مرکز بدله کړې وه، منافقینو په البانیا کې د خپلو مرکزونو له لارې په ایران کې تخریبي عملیاتونه او جاسوسۍ تر سره کوي. همدارنګه په البانیا کې د منافقینو د ترهګرې ډلې فعالیتونه دغه هیواد ته هم یو امنیتي ګواښ بلل کیږي.

داسي ښکاري چي د البانیې حکومت هم دې نتیجې ته رسېدلی دی چي د منافقینو شتون د دغه هیواد ملي ګټو په لړ کې نه دی بلکې ورته زیان رسوي او د البانیې او د ټوله اروپا امنیت ته ګواښ رامینځ ته کوي.

د اروپایي هیوادونو په دریځ کې بدلون یوازې په البانیې پورې محدود پاته شوی نه دی بلکې فرانسه هم چي له پخوا نه د ایران په ضد د ورانکارو ډلو خوندي ځای پاته شوی دی په دې وروستیو کې د منافقینو په وړاندې یې چلند بدل کړی دی.

د منافقینو ډله هر کال په فرانسه کې د ایران ضد غونډه تر سره کوله، چي د امریکا او اسرائیل د رژیمونو په شمول د ایران د ولس دښمنانو هم برخه په کښې اخیستله، لیکن سږ کال د فرانسې پولیسو منافقینو ته د غونډې د تر سره کولو اجازه ورنه کړه.

دا لومړی ځل دې چي په تېرو ۱۵ کلونو کې فرانسه د دغې ترهګرې ډلې د کلنۍ غونډې د ترسره کېدو مخنیوی کوي.

رویټرز ویلي چي لوېدیځو هیوادونو ایران سره، د خپلو ټنشنونو د کمولو په لټه کې دي، او د اروپایي هیوادونو او د ایران تر مینځ د بندیانو له تبادلې څو اوونۍ وروسته دا اقدامات تر سره کیږي.

دوې اوونۍ مخکې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسی سره یو نیم ساعت ټلفونې خبرې وکړې. د ایران ولسمشر ورته ویلي وه چي اروپایي هیوادونه باید د ترهګرو ډلو او د ایران د دښمنانو د ناسمو معلوماتو په لومه کې ګرفتار نه شي.

 

ټیګونه