د واګنر ځواکونو شاتګ وکړ
Jun 25, 2023 04:04 Asia/Kabul
د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین پرون مازیګر د یو ریکارډ شوي غږیز فایل په خپرولو سره وویل چې دغه ډله خپل ځواکونه په شا کوي.
د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین پرون مازیګر د یو ریکارډ شوي غږیز فایل په خپرولو سره وویل چې دغه ډله خپل ځواکونه په شا کوي.
د ایرنا د خبر له مخې، په داسې حالاتو کښې د یوګني پریګوژین په قومندانۍ د واګنر وسله والې ډلې د جمعې له ماښام څخه د روسیې د پوځ خلاف په عملي توګه وسله واله شخړه پیل کړه، د ولسمشر ولادیمیر پوټین لنډه او تنده وینا د دې بیانونکې ده چې د واګنر مخالفې وسله والې ډلې د ځواکونو اقدام د ماسکو له نظره خیانت دی او له بوګني پریګوژین سره د روغې جوړې هیڅ اراده نشته.
خو اوس دغې وسله والې ډلې شاتګ کړی دی او وايي چې د روسیې د حکومت خلاف نه جنګیږي.
ټیګونه