د ټونس هېواد نوی لومړی وزیر وټاکل شو
Aug 02, 2023 05:07 Asia/Kabul
احمد الحشاني د ټونس هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
احمد الحشاني د ټونس هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
د الجزیرې د مباشر شبکې د را پور له مخې، د ټونس هېواد د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ولسمشر قیس سعید د یوه اقدام په لړ کې میرمن نجلاء بودن رمضان له دندې څخه لرې او پر ځای یې احمد الحشاني د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه.
په خبر کې په دې اړه زیات جزیات ندي ورکړل شوې.