هغه انځور چې نړۍ یې له خوبه راوېښه  نه کړه
(last modified Wed, 23 Oct 2024 10:08:37 GMT )
Oct 23, 2024 14:38 Asia/Kabul
  • هغه انځور چې نړۍ یې له خوبه راوېښه  نه کړه

پارس ټوډې - د یوې کوچنۍ فلسطینۍ نجلۍ د ویډیو او انځور خپرېدل، په داسې حال کې چې خپله ټپي شوې خور لېږدي، که څه هم د آزادو خلکو زړونه یې ودردول، خو ویده نړۍ یې راوېښه نه کړه.

په غزه کې جنګ د امریکا او د هغې د نورو ملګرو په ملاتړ سره، د صهیونیسټي رژیم جنایتونه په داسې حال کې دوام لري، چې د  صهیونیسټي رژیم جنګي ماشین د خپلو جنایتونو په دوام کې هېڅ خنډ نه ویني.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې وروستیو ورځو کې د یوې بې ځایه شوې فلسطینۍ نجلۍ انځور چې خپله ټپي شوې خور په شا باندې وړي او له دوه کیلومټرو څخه زیات له هغې سره مزل کوي، څو هغه روغتون ته د درملنې لپاره ورسوي، په مجازي فضا کې په پراخه کچه لیدل شوی دی.

دا فلسطینۍ نجلۍ په داسې حال کې خپله ټپي شوې خور له ځانه سره وړي، چې په غزه کې روغتونونه ویجاړ شوي او په آسمان کې د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو غږونه اورېدل کېږي. هېڅوک نه پوهېږي چې په دې دوو ماشومانو څه پېښ شوي دي.

د دې فلسطیني نجلۍ ویډیو او انځور په مجازي فضا کې لاس په لاس کېږي او زړونه دردوي؛ خو د صهیونیسټي رژیم جنایتکاران د امریکا او د هغې د ملګرو په مرستې سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.

په مجازي فضا کې؛ د دې کوچنۍ فلسطینۍ نجلۍ انځور چې خپله ټپي شوې خور له ځانه سره لېږدوي، د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د یوه جاپاني هلک له انځور سره پرتله شوی دی. هغه هلک چې ځېر ولاړ دی او خپلې شونډې ته یې په غاښونو سره فشار ورکړی دی؛ په هغه سترګو سره چې ګواکي د یوه ملت ټول روح ماتې خوړلې وي، په ځان کې خلاصه کړي دي.

جو او دانیل (Joe O'Donnell) په ناګاساکي کې د دې انځور، عکس اخیستونکی دی.

د اوو میاشتو په جریان کې چې د ۱۹۴۵ په سپټمبر کې پیل شو، هغه د جاپان ټول لوېدیځ ته سفر وکړ، ویجاړۍ یې ثبت کړې او د مړو، ټپیانو، بې کورو او یتیمانو په ګډون، د بمبارۍ قربانیانو ناوړه حالت یې په ډاګه کړ. د انسان د کړاوونو انځورونو، هم د هغه پر منفي برخو او هم د هغه پر زړه باندې اغېزه وکړه.

د جو اوډونیل په وینا، دا انځور یو ماشوم ښیې چې خپل مړشوی ورور په شا باندې لېږدوي. هغه په ​​​​هغه لیکه کې ولاړ دی، چېرې چې جاپانیان خپل مړه شوي عزیزان، د دودیزو ښخولو (د سوځولو او ایري کولو) لپاره سپاري.

د اوډونیل په وینا، کله چې د دې هلک وار رسېږي، په سپینو ماسکونو سره هغه سړي چې چمتو وو، په خاموشۍ سره یې د هغه د مړه شوي ورور مړی واخیست او هغه یې وسوځاوه. کوچني هلک هڅه کوله چې د خپلې لاندې شونډې په چیچلو سره، ژړا ودروي او پیاوړی ښکاره شي.

د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې تراوسه، په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله، څه دپاسه ۴۲ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۹۹ زره نور هم ژوبل شوي دي.

کلیدي کلمې: د اسرائیلو جنایتونه، د غزې جګړه، امریکا او اسرائیل، په غزه کې د ماشومانو وضعیت، جاپان او غزه

ټیګونه