امریکې له ایران سره د رسندوي مقابلې لپاره ۴۰۰ میلیون ډالر لګولي دي
(last modified Tue, 08 Aug 2023 03:12:15 GMT )
Aug 08, 2023 07:42 Asia/Kabul
  • امریکې له ایران سره د رسندوي مقابلې لپاره ۴۰۰ میلیون ډالر لګولي دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال د تیر کال بلواؤ ته په اشارې سره وویل: امریکې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د رسندوي مقابلې لپاره کابو ۴۰۰ میلیون ډالر لګولي دي.

د تیر کال د ستمبر له وروستیو څخه د ایران په ځینو سیمو کښې بلواوې رامینځته شوې چې په هم هغه اولنیو ورځو کښې، د دغو بلواؤ په پراختیا کښې د ځینو دودیزو او ماډرن رسنیو رول څرګند شو.

د ایرنا د خبر له مخې، محمد مخبر د حالاتو د کنټرولولو او هیواد ته د ارامښت د ستنولو لپاره د دیارلسم حکومت کامیابۍ ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دښمنانو وروستۍ حمله دا وه چې د بلواؤ په ورځو کښې سړکونو ته د خلکو د رایستلو لپاره ټولې رسنۍ په کار واچوي خو ونه توانیدل.

مخبر زیاته کړه: د هیڅ هیواد په تاریخ کښې داسې نشته چې له مختلفو هیوادونو څخه ۵۰ زره کسان راغونډ کړي او د هغوي لګښت ورکړي ترڅو د یو هیواد خلاف بلواوې وکړي خو لویدیځوالو د دنیا هغه مشهور سندرغاړي چې څو میلیونه فالوورز لري، راغونډ کړل ترڅو د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف همغږه شي.

د اسلامي ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال په دې خبرې سره چې مونږ د رسنیو په ډګر کښې په یو مخامخ جنګ کښې یوو، څرګنده کړه: هغه ټول کسان چې په ایران کښې د ځینو بلواؤ په بهیر کښې ښکیل وو، شمیر یې ډیر نه و خو دښمنانو داسې صحنه سازي وکړه چې ته واې ګني ټول هیواد راپورته شوی دی او دا د رسنیو قدرت دی.

 

ټیګونه