په نړیوالو سیالیو کښې د ایران د ځوانانو د آزادې غیږنیونې د ملي ټیم اتلولۍ ته د ولسمشر مبارکي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په یو پیغام کښې، په نړیوالو سیالیو کښې د دې هیواد د ځوانانو د آزادې غیږنیونې د ملي ټیم د پرله پسې دریمې اتلولۍ مبارکي ورکړه.
د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر رئیسي په دغه پیغام کښې، په نړیوالو سیالیو کښې د ایران د ځوانانو د آزادې کُشتۍ د ملي لوبډلې اتلولي، د ټولو وطنوالو په تیره بیا د هیواد د سپورټي ټولنې لپاره د خوشالۍ او ویاړ لامل وبلله.
د ولسمشر په پیغام کښې هم داشان راغلي دي: زه د ایران ستر ولس ته د دې ارزښتناکې کامیابۍ مبارکي ورکوم او د ځوانانو د آزادې غیږنیونې د ملي ټیم د لوبغاړو، روزونکو او نورو کارکوونکو قدرونه کوم او د پهلوانۍ د دې څانګې په نورو میدانونو کښې د هغوي د بریا آرزو لرم.
د ویلو ده چې د ایران د آزادې غیږنیونې لوبډلې د سرو زرو د څلورو، د سپینو زرو د دوو او د زیړو د یو میډل او په ډله ایزه توګه د ۱۶۵ پواینټونو په ګټلو سره، پرله پسې په دریم ځل د نړۍ اتله شوه.
دغه سیالۍ د روانې زمري میاشتې له ۲۳ نه تر ۲۵ نیټې پورې د اردن په پلازمینه امان ښار کښې ترسره شوې.