په جاپان کې له ۶۱ کلونو وروسته د کارګرانو لومړنی اعتصاب
په جاپان هېواد کې له شپیته کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د کارګرانو له لورې اعتصاب ترسره شو.
په جاپان هېواد کې له شپیته کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د کارګرانو له لورې اعتصاب ترسره شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جاپان د یوه لوی ډیپارټمنټ پلورنځي کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ د اعتصاب کولو په موخه کار بند کړی چې دا چاره په جاپان کې په تېرو ۶۱ کالنو کې په لومړي ځل تکراریږي.
د سیبو په نوم د پلورنځي کارګرانو وروسته له هغه اعتصاب وکړ چې د دوی د شرکت د پلان شوي پلور په اړه یې له مدیریت سره خبرې اترې ناکامې شوې.
په جاپان کې تر دې وړاندې کارګرو د خپل کار په ځای کې خپل کار ته په دوام ورکولو سره د ځانګړو رنګونو درلودونکې ربنونو په تړلو د کاري اعتصاب اظهار کولو، خو د اکیبکورو ولسوالۍ کې د سیبو پلورنځي 900 کارګرانو نورو هیوادونو ته ورته کاري اعتصاب ترسره کړ.
سیبو د Son & I امریکایی شرکت له فرعي شرکتونو څخه دی چې اعتصاب کوونکي غواړي د خپلو دندو او عاید د دوام په اړه تضمین ترلاسه کړي.
د سیبو شرکت له تیرو څلورو کلونو راهیسې په بد حالت کې دی او شاوخوا 300 میلیارد ین یا جاپانۍ روپۍ پور لري.