روس اټوم شرکت پرمختللي وسلې جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139204-روس_اټوم_شرکت_پرمختللي_وسلې_جوړوي
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کښې د« روس اټوم» د اټومي شرکت لخوا د پرمختللیو وسلو د جوړولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-09-28T21:04:31+00:00 )
Sep 29, 2023 01:30 Asia/Kabul
  • روس اټوم شرکت پرمختللي وسلې جوړوي

اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کښې د« روس اټوم» د اټومي شرکت لخوا د پرمختللیو وسلو د جوړولو خبر ورکړ.

هغه پرون د روسیې د اټومي صنعت کارکونکو ته د مبارکۍ په پیغام کښې وویل روس اټوم شرکت د پرمختللیو وسلو د جوړولو په حال کښې دی کومې چې په نړۍ کښې د سټراټيژیک انډول د ساتلو جوګه دي.

ولسمشر پوتین وویل د روسیې  اټومي صنعت د جوړیدا له وخت راهسې تراوسه د هیواد په پراختیا ، د ملي اقتصاد، د دفاعي توان په پیاوړي کولو او د انرژۍ د امنیت په تامینولو کښې ډیر مهم رول لرلی دی.