روس اټوم شرکت پرمختللي وسلې جوړوي
Sep 29, 2023 01:30 Asia/Kabul
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کښې د« روس اټوم» د اټومي شرکت لخوا د پرمختللیو وسلو د جوړولو خبر ورکړ.
هغه پرون د روسیې د اټومي صنعت کارکونکو ته د مبارکۍ په پیغام کښې وویل روس اټوم شرکت د پرمختللیو وسلو د جوړولو په حال کښې دی کومې چې په نړۍ کښې د سټراټيژیک انډول د ساتلو جوګه دي.
ولسمشر پوتین وویل د روسیې اټومي صنعت د جوړیدا له وخت راهسې تراوسه د هیواد په پراختیا ، د ملي اقتصاد، د دفاعي توان په پیاوړي کولو او د انرژۍ د امنیت په تامینولو کښې ډیر مهم رول لرلی دی.
ټیګونه