په ایران د برید په اړه د لوکاشینکو له لورې صهیونیسټ رژیم او متحدینو یې خبرداری
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو صهیونیسټ رژیم او متحدینو ته په ایران د حملې په اړه خبرداری ورکړی چې دغه ډول اقدام د دریمې نړیوالې جګړې د رامینځته کیدو لامل کېدای شي.
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو صهیونیسټ رژیم او متحدینو ته په ایران د حملې په اړه خبرداری ورکړی چې دغه ډول اقدام د دریمې نړیوالې جګړې د رامینځته کیدو لامل کېدای شي.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې لوکاشینکو د جمعې په ورځ وویل: د دریمې نړیوالې جګړې احتمال نه ردیږي او ممکن له مینځني ختیځ څخه پیل شي. دا چې څنګه احتمال رامڼخته کیږي، نوموړې په ځواب کې وویل: که دوی اسرائیل او امریکا پر ایران برید وکړي.
د بیلاروس ولسمشر وویل: ایا تاسو داسې شواهد لرئ چې د (اسرائیل پر حماس) د برید تر شا د ایران لاس و؟ که تاسو دا شواهد لرئ، په میز کې یې واچوئ.
هغه ټینګار وکړ چې تر اوسه په دې اړه کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي.