د غزې د غمیزو د بندولو لپاره د ریاض سرمشریزه ډیره مهمه ده
(last modified Fri, 10 Nov 2023 01:55:09 GMT )
Nov 10, 2023 06:25 Asia/Kabul
  • د غزې د غمیزو د بندولو لپاره د ریاض سرمشریزه ډیره مهمه ده

د ایران او ترکیې ولسمشرانو په ازبکستان کې د اکو غونډې په څنډې کې  د فلسطین په موضوع  له تفصیلی خبرووروسته ،دعربستان په ریاض کې  د اسلامی هیوادونو د  سرمشریزې  کې د عملی او اغیزشیندونکو  فیصلو  دغوره کولو په ضرورت ټينګار وکړ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورک، د ایران او ترکیې ولسمشرانو پرون  په ازبکستان کې پخپلو خبروکې په ریاض کې د اسلامی  هیوادونو په سرمشریزې کې په عملی فیصلو باندې په ټينګار سره ووئیل دغزې بمباري باید سملاسی بند شي او د غزې کلابندي هم ختمه شي.

داپه داسې حال کې دي چې  داسلامی ایران ولسمشر ددغې سرمشریزې په څنډې کې  د بیلابیلو هیوادونو له مشرانو سره  په لیدوکتو کې پر دوو اړخیزو اړیکو پیاوړتیا سربیره ، پر سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو هم د ایران دریځونه یوځل بیا روښانه کړل او وې وئيل،  په فلسطین کې د وحشي صهیونیسټي رژيم سپين سترګیتوب  هم د سیمه ایزو هیوادونو  د حکومتونو د تیت پرکو دریځونو له امله دی او باید سیمه ایزو هیوادونه  سره دریځ یو کړي څو  سیمه ایزې فیصلې پخپله  وکړئ شي.

ازبکستان،قزاقستان،ایران،پاکستان ترکمنستان قرقزستان،افغانستان،ترکیه،اذربایجان جمهوریت او تاجیکستان دایکو غړي هیوادونه دي د اکو له لسو اوه غړی هیوادونه په وچې کې کلابند او نړیوالو بازارونو ته د رسیدا لپاره په نوروهیوادونو او ټرانزیټي لارو تکیه  کوي.اکو سیمه په اته میلیون مربع کلومیټر مساحت او نیم میلیارډ آبادۍ په درلودلو سره  په نړیوال ټرانزیټ کې یوه مهمه او اغیزشیندونکي سیمه ده .

 

ټیګونه