اوه ډله د دنیا د بې ثباتۍ عامله ده
Nov 10, 2023 15:58 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند «وانګ ونبین» اوه ډله د نړۍ د بې ثباتۍ اصلي عامل وبلله.
امریکا ، انګلستان ، ایټالیا ، فرانسه ، جرمني ، کاناډا او جاپان د اوه ډلې غړي هیوادونه دي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ونبین نن وویل اوه ډله د بیلابیلو شرکتونو او کسانو د بایکاټولو له لارې له اقتصادي او تجارتي مسائیلو په اوزاري استفادې کولو سره د نړۍ د بې ثباته کولو هڅه کوي.