روم سمندر کښې د امریکې پوځي الوتکه لویدلې ده
Nov 13, 2023 05:22 Asia/Kabul
ویل کیږي چې دا پیښه تیره جمعه د پوځي مشقونو په دوران کښې رامینځته شوې ده.
د امریکې د پوځ د اروپايي قومندانۍ کمیټې (EUCOM) بیګا ویلي چې د دغه هیواد یوه پوځي الوتکه په مدیترانه سمندر کښې نسکوره شوې او له امله یې پنځه امریکايي پوځیان مړه شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د امریکې د پوځ لوې درستیزولۍ د یادې الوتکې د ډول یا یې د الوت د سیمې په هکله تراوسه هیڅ وضاحت نه دی کړی.
ویل کیږي چې دا پیښه تیره جمعه د پوځي مشقونو په دوران کښې رامینځته شوې ده.
د ویلو ده چې واشنګټن د حماس غورځنګ خلاف د صهیونیسټي رژيم د پوځ د جنګ له پيلیدو سره هممهاله، د نښتو د پراختیا د مخنیوي په پلمه د یو ایس ایس جرالډ آر فورډ په نامه خپله جنګي بیړه په سیمه کښې اودرولې ده.