د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې دوه پوځیان وژل شوي دي
د هندوستان ترکڼرتول لاندې کشمیر سیمه کې د وسله والو کسانو په ډزو کې دوه هندي پوځیان وژل شوي دي.
په کشمیر سیمه کې د هندي ځواکونو د ځای پرځای کولو او د ۲۰۱۹ په اګسټ کې د کشمیر د خپلواکۍ لغوه کېدو راهیسې ، سیمه په مکرر ډول د سترو لاریونونو او وسله والو شخړو شاهده ده. د نړیوالې ټولنې لخوا په ځلونو د هند حکومت په کشمیر کې د بشري حقونو په خلاف ورزۍ او د دغې سیمې پر اوسېدونکو باندې په ظلمونو تورن شوی دی.
ایرنا د هندوستان ټایمز په حواله خبر ورکړی چې د هند د حکومت چارواکو نن اعلان وکړ چې د جمو او کشمیر په راجوری سیمه کې د پوځي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ په نښته کې یو بل هندي عسکر هم ژوبل شو.
هند له څو کلونو راهیسې د کشمیر ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او په سلګونه زره پوځي ځواکونه یې ځای پر ځای کړي او لسګونه زره کسان یې وژلي دي، د کشمېر خلکو د دې وضعیت د معلومولو لپاره د ټولپوښتنې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د عملي کېدو غوښتنه کړې ده. خو د هند حکومت یې د اجرا کېدو مخالفت کوي.