ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم!
ورځپاڼو ته د کتنې په یو بل پروګرام کښې درته هرکلی وایو، نن به هم د ایران ورځپاڼې او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې به درسره شریکې کړو.
د تهران ورخپاڼو په سر کښې جمهوریي اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل اول مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: په غزه کښې د حالاتو د سختې خرابتیا په هکله د نړیوالې ټولنې خبرداری.
له دغه سرټکي لاندې ځینو عنوانونو کښې راغلي چې ملګرو ملتو ویلي دي: د غزې تړانګې د مرګ او ناهیلۍ ځاې دی.
یونیسف هم په یو جدي خبرداري کښې ویلي دي: د غزې حالات وژونکي دي.
د غزې ښاروال بیا وايي: په سیمې کښې د څښلو اوبه په ختمیدو دي.
او امریکايي پلاوي خبر ورکړی چې د غزې وضعیت، غمیزه ناک دی.
ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د دې خبرونو ترڅنګ د فرانسې د خارجه وزیرې له قوله په سرو ټکیو لیکلي دي: د غزې د راتلونکي په هکله فیصله د اسرائیلو په غاړه نه ده.
خبر زیاتوي چې میرمن کاترین کولونا پس له دې چې د صهیونیسټي رژیم دوو وزیرانو له غزې تړانګې بهر د دغې سیمې د خلکو د دیره کیدو د غوښتنې وروسته سي این این چینل ته په مرکه کښې وویل: غزه د فلسطین خاوره ده او د هغې د راتلونکي په هکله فیصله د اسرائیلو کار نه دی.
دا په داسې حال کښې دي چې په لندن کښې د اسرائيلو سفیر وايي: د غزې ټول کورونه، ښوونځي او جوماتونه بیا وران کړی شي.
ورځپاڼې همداشان د یمن او امریکې ترمینځ کشالې ته انعکاس ورکړی او په یو خبر کښې یې لیکلي دي: امریکې ته د صنعاء سخت غبرګون: هیڅوک دې د ګواښ په ژبه له مونږ سره خبره نه کوي.
د خبر په دوام کښې لولو چې د یمن انصارا... ویلي دي: د امریکې د تحرکاتو انجام او پایله، ماتې ده او د جنګ اوله مرحله مونږ ګټلې ده.
خبر همداشان لیکلي چې یمن د امریکې په سمندري ائتلاف کښې د شاملیدو په هکله هیوادونو ته یوځل بیا خبرداری ورکړ.
*/*/*/
اوس به د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راواخلو چې خپل د سر خبر یې په صهیونیسټي اډې باندې د حزب ا... حملې ته ځانګړی کړی او لیکلي یي دي، د سید حسن نصر ا... له ژمنې یوه ورځ وروسته، حزب ا... انتقام پيل کړ. «مِرون» سټراټیجکه اډه په ۶۲ توغندیو ویجاړه شوه.
د لبنان د اسلامي مقاومت جنګیالیو د اسرائيلو د اپارټایډ رژیم وروستیو جنایتونو ته په وړومبي غبرګون کښې، د مرون په نامه د هوايي کنټرول په اډې باندې ۶۲ توغندي وورول او د صهیونیسټانو دغه سټراټیجکه اډه یې سخته بمباري کړه.
په خبر کښې لولو چې د لبنان د حزب ا... عمومي منشي سید حسن نصرا... تیره جمعه په خپلې وینا کښې ټینګار وکړ: په جنوبي سیمه کښې د شیخ صالح العاروري او د هغه د وروڼو شهادت به هیڅکله بې ځوابه او بې سزا پاتې نه شي او دغه اقدام ته د ځواب د طریقې په هکله فیصله د میدان په لاس کښې ده.
د کیهان د اول مخ یو بل خبر دی: داعش، له صهیونیسټانو سره په جنګ بوخت فلسطین په حملې وګواښه.
خبر زیاتوي: په داسې حال کښې چې حماس په غزه کښې د اسرائیلو له اپارټایډ رژیم سره په سخته جګړه لګیا دی، داعش ترهګرې ډلګۍ چې ځان د اسلامي دولت مدعي بولي، حماس ته ګواښ وکړ.
کبهان په عین حال کښې د هاآرتص عبري ژبې ورځپاڼې خبر راخیستی چې تیره پنجشنبه یې د نتانیاهو د کابینې د محرمانه او لانجمنې غونډې یوې بلې برخې ته یې اشاره کړې او لیکلي یې دي: په دې غونډه کښې اعلان وشه چې د اسرائیلو پوځ په غزه کښې خپل هیڅ کوم هدف ته نه دی رسیدلی، په غزه کښې ټنلونه تراوسه نه دي وران شوي او د حماس مشران هم د جنګ په اداره کولو کښې مشغول دي. د کابینې غړي په دغې غونډې کښې له یو بل سره ونښتل.
*/*/*/*
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان یو خبري سایټ « په خیمو کښې د هرات د زلزله ځپلو سخت ژوند» تر عنوان لاندې مقالې کشې لیکلي چې، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هرات کې له زلزلې څو میاشتې وروسته په دې سیمه کې ډېر خلک تر خیمو او یا لنډمهاله سرپناه لاندې ژوند کوي او له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په هرات کې له پرله پسې زلزلې ۸۵ ورځې وروسته هم په دغه ولایت کې زلزله ځپلي په خیمو کښې او له موقتي سرپناهونو لاندې ژوند کوي.
دغه سازمان په یو رپورټ کې ویلي، چې په هرات ولایت کې پرله پسې زلزلې او ورښتونو شاوخوا ۲ لاکه او ۷۵ زره کسان اغېزمن کړي دي.
د دغه سازمان په وینا، که څه هم له زلزلې ۸۵ ورځې تېرې شوې، خو زیاتره ژوندي پاتې شوي او کسان او زخمیان په خیمو او موقتي سرپناه کې په نامنظم حالت کې دي او ډېری دغه بې ځایه شوي کسان د صدماتو او رواني ناروغیو په ګډون له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا زیان په ځانګړې توګه د میندو، ماشومانو، بوډاګانو او د هغو کسانو لپاره چې په ناروغۍ اخته دي، په ځانګړې توګه د ژمي په سخت موسم کې زیاتیږي.
راپور زیاتوي چې د هرات زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې څه باندې ۴۱ سلنه برخه ځانګړې شوې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، نړیوالو انډیوالانو د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د هرات زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۱۲،۷ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې ۵،۲ میلیونه ډالره ورکړل شوي دي.
په رپورټ کښې راغلي دي: دا د پام وړ کمښت، زیانمنونکي کسان حتی له درملنې سره د اړوندو ننګونو له خطر سره مخامخوي.
د رپورټ له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان په هرات کې د زلزلې له وخت څخه د ۲۰۲۳ کال د دسمبر تر پایه پورې شاوخوا ۱ لاک ۳ زره زلزله ځپلو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
*/*/*/
بهرنۍ ورځپاڼې
د انډیپندنت، مېل او ایفنینګ ستندرد په شمول څو برېتانیايي ورځپاڼو د هغو افغانانو په اړه لیکنې خپرې کړي چې ټاکل شوې وه برېتانیا ته ولېږدول شي، خو په افغانستان او یا یې ګاونډیو هېوادونو کې پاتې شوي دي.
د برېتانیا چاپ اندیپندنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر لارډ کامرون په قول لیکلي، سلګونه افغانان، چې بریتانیا یې له افغانستانه د ایستلو ژمنه کړې وه، لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.
ښاغلي کامرون د پارلمان غړیو ته په استولي لیک کې کښلي، څه کم ۷۰۰ داسې افغانان، چې له خطر سره مخامخ دي او په بریتانیا کې د پناه په شرایطو برابر دي، لا هم په افغانستان کې دي.
په دغه لیک کې دا هم ویل شوي چې یو افغان چې برېتانیا د پناه ورکولو ژمنه ورکړې، او لا هم یې په پاکستان کې انتظار دی، د پاکستان له لوري افغانستان ته شړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې انډیپندنټ ورځپاڼې له دې مخکې په یوه راپور کې څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې د برېتانیايي پوځیانو یو پخوانی ترجمان د پاکستان له لوري افغانستان ته په زوره استول شوی دی حال دا چې د برېتانیا حکومت دغه افغان ته ژمنه ورکړې وه چې خپل هېواد ته به یې راغواړي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر لارډ کامرون د هغو افغانانو د ایستلو پروګرام څاري چې پخوا د بریټش کونسل ښوونکي وو، یا قراردادیان او یا هم د سفارت امنیتي ساتونکي. ورځپاڼه وايي، ټاکل شوې وه چې بریتانیا ۱۵۰۰ نور افغانان خپل هیواد ته راولي خو دا کسان په پاکستان، ایران او افغانستان کې بند پاتې دي.
*/*/*/*/