روسیې ، پاکستان او سوریې د واحد چین ملاتړ وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی روسیې ، پاکستان او سوریې یوځل بیا د واحد چین له سیاست څخه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې« ماریا زاخارووا» په دې خبرې باندې بیا ټینګار سره چې ماسکو ټایوان د چین د خاورې برخه ګڼي په جنوب ختیځې اسیا سیمې کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کولو او په چین باندې د دباو د راوستلو لپاره د ټایوان جزیرې له انتخاباتو د استفادې لپاره د ځینو هیوادونو په هڅو نیوکه وکړه.
هغې وویل مونږ باوري یوو چې د ټایوان او د چین اړیکې کاملا د چین کورنۍ مسله ده.
د پاکستان حکومت هم د ټایوان انتخاباتو ته په غبرګون کښې د واحد چین له سیاست سره د خپلې ژمنې د نوي کولو په ترڅ کښې وویل اسلام اباد د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د نه لاسوهنې غوښتونکی دی.
د سوریې خارجه وزارت هم وړمه شپه یوځل بیا د واحد چین اصل ته خپله کامله ژمنه او ملاتړ اعلان کړ.
سوریې وویل چې ټایوان جزیره د چین د خاورې نه جلا کیدونکي برخه ده.
د سوریې حکومت دغه راز د چین د خلق جمهوریت په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې لپاره د ځینو هیوادونو هڅه او ټول لمسونکي اقدامات چې د ختیځې اسیا سیمې او د دنیا د بې ثباتۍ سبب ګرځي وغندل.