Feb 07, 2024 13:23 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمې تبصرې، مقالې او خبرونه

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه ګورو چې په یو خبر کښې یې، د امریکې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوې مرکې ته اشاره کړې چې وايي: ایران په یو حقیقي قدرت بدل شوی دی.

خبر زیاتوي چې د امریکې پخواني ولسمشر له «نیوز میکس» چینل سره پ مرکه کښې، د ایران خلاف د یولړ ادعاؤ په مطرح کولو سره وویل: د ایران په وړاندې د بایډن د حکومت سیاستونو دغه هیواد په سیمه کښې په یو حقیقي قدرت بدل کړی دی، حال دا چې زما سیاستونو، په سیمه کښې د ایران ګواښ شنډ کړی و.

ټرمپ زیاته کړه، درې کاله مخکښې به زمونږ احترام کیده ځکه چې ډیر مهم کارونه مې ترسره کړل او د اسرائیلو او عرب هیوادونو ترمینځ مو څلور موافقې لاسلیک کړې.

هغه ادعا وکړه: ایران دیوالیه و او ما نه پریښودل چې څوک ترې څه وپیري او د حزب ا... لپاره یې هیڅ پیسې نه درلودې خو د بایډن په راتګ سره، اوس ایرانیان ۲۰۰ میلیارډ ډالره نغدې پیسې لري.

اطلاعات همداشان د استنبول د عدلیې په ماڼۍ باندې د وسله والې حملې خبر راخیستی او لیکي چې په دغې پیښې کښې ۲ تنه وژل شوي او ۵ ژوبل شول.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په استنبول کښې د عدلیې ماڼۍ باندې د دوو بریدګرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. «علي یرلي‌کایا» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د استنبول د چاغلایان  محکمې مخې ته د تلاشۍ په پوسټې باندې دوه حمله کونکي وژل شوي او د دغې حملې له امله د دریو پولیسو په شمول پنځه کسان زخمي شول.

هغه وویل چې بریدګر دوه تنه وو چې یوه ښځه او بل سړی و. د ترکیې داخله وزیر همداشان یاده پیښه یو ترهګر برید وباله چې د «انقلاقي ولسي آزادي بخښونکي ګوند» له خوا شوې ده. هغه وویل: اتلو پولیسانو ته مبارکي وایم او د زخمیانو لپاره هم د شفا او ښه کیدو آرزو لرم.

*/*/*/*/*/*/*

اطلاعات ورځپاڼې همداشان  د امنیت شورا په غونډه کښې په عراق او سوریې باندې د امریکې د حملو په هکله خبر کښې لیکلي چې چین او روسیې، په مینځني ختیځ کښې د واشنګټن له خوا د شخړې جوړونې په کله خبرداری وکړی.

د خبر په تصیل کښې لولو چې پر سوریې او عراق د امریکا د وروستیو بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه د نړیوالې سولې او امنیت تر عنوان لاندې د روسیې په غوښتنه جوړه شوه. په دې غونډه کې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لومړۍ مرستیالې روزماري ډی کارلو وویل چې هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوترش غوښتنه بیا تکرار کړه چې ټولې خواوې دې د خندق څنډې ته له نږدې کیدو څخه لاس واخلي.

هغه له امنیت شورا څخه وغوښتل چې له ټولو خواوو سره فعال تعامل ته دوام ورکړي ترڅو د سیمه ایزې سولې او امنیت ته د خطر پيښوونکي تاو تریخوالي د زیاتیدو مخه ونیول شي.

 بیا د چین او روسیې استازو په دې غونډه کې اعلان وکړ چې د کړکیچ د رامنځ ته کولو اقدامات او په عراق باندې د امریکا وروستي هوایي بریدونه او په سوریه کې د کړکیچ د زیاتیدو او په سیمه کې د شخړو د پراخیدو خطر زیات شوی دی.

د چين او روسيې استازو هم پر عراق او سوريې د امريکا بريدونه وغندل او هغه يې د دواړو هېوادونو له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه سرغړونه وبلله. په ملګرو ملتونو کې د چين استازي په دې غونډه کې وويل: نړيواله ټولنه بايد د منځني ختیځ په سیمه کې د متحده ایالاتو پوځي اقدامات وغندي. هغه په ​​عراق او سوريې د امريکا بريدونه د دواړو هيوادونو له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه سخته سرغړونه وبلله او څرګنده يې کړه چې دغه اقدامات به په لويديځه اسيا کې کړکېچ زيات کړي.

*/*/*/*/

اوس به د تهران کیهان ورځپاڼه راواخلو چې په خپل اول مخ یې د ګلونو د یو ښایسته انځور په خپرولو سره د خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعث د کلیزې مبارکي ویلې ده.

ورپسې یې لیکلي چې د امریکې او انګلستان په ۲ کشتیو باندې په پرونۍ حملې سره، د یمن د مقاومت له حملو سره د مخامخ شویو کشتیو شمیر، ۵۰ کشتیو ته ورسید.

خبر زیاتوي چې دغه کشتۍ یا د امریکې او برطانیې دي او یا دا چې د نیواکي فلسطین په لور ځي.

دا ډول بریدونه په داسې حال کښې روان دي چې امریکا و انګلستان په هرو دوه دریو ورځو کښې یو ځل په یمن باندې حمله کوي، په دې امید چې شاید د انصار ا... د بریدونو مخه ونیوې شي.

کیهان په یو بل سرټکي کښې د صهیونیسټي رژیم د پخواني وزیراعظم خبرې راخیستې دي او لیکلي یې دي: په اسرائيلو کښې د شیانو بیې زښتې زیاتې شوې دي او اقتصاد مو خراب شوی دی.

خبر زیاتوي، اقتصاد هغه برخه ده چې صهیونیسټي رژیم په کښې د جنګ د څلورو میاشتو په اوږدو کښې سخت او بې مخینې تاوان موندلی دی. او د یاییر لاپید په وینا، د اسرائیلو اقتصاد بیخي ویجاړ شوی دی.

او

«اروپايي اتحادیه تسلیم شوه، بزګران بریالي شو»

دا د کیهان یو بل سرټکی دی چې په دوام کښې یې راغلي دي: د شنې انرجۍ په لور د تګ په لړ کښې په سختو قوانینو باندې د اروپايي کروندګرو د پراخو اعتراضونو دوام سبب شو چې اروپايي اتحادیه، د اتحادیې په ټولو هیوادونو کښې د بزګرو د یووالي او اتحاد په وړاندې تسلیمه شي.

*/*/*/*/

د پروګرام په دوام کښې به د افغانستان او سیمې په هکله د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمې لیکنې  درسره شریکې کړو:

انډپنډنټ خپرونې په افغانستان کې د ژمي او وچکالۍ له کبله د خلکو وضعیت ته کتلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د بشري حقونو پنځو نړیوالو ډلو ویلي، د واورې سخت کمښت او سږکال په افغانستان کې ښايي په اوسط توګه ګرم ژمی ثبت شي او په دې هېواد کې د وچکالۍ وضعیت لا پسې خراب کړي.

افغانستان لا دمخه د وچکالۍ په درېیم کال کې دی، او بشري ډلې خبرداری ورکوي چې یو بل کال کېدای شي دا جګړه ځپلی هېواد له ستونزو سره مخامخ کړي.

په مقاله کې لولو چې له اکتوبره د جنورۍ تر نیمایي پورې، د ژمي تر ټولو لوړ وخت، افغانستان د تېرو کلونو پرتله یوازې له ۴۵ څخه تر ۶۰ سلنې پورې ورښت لرلی دی.

زیانمنیدونکي ماشومان او کورنۍ چې د ژوند لپاره پر کرهڼه تکیه کوي، ویل کیږي د باران او واورې د کمښت له کبله به سخت اغېزمن شي او د اسلامک ریلیف په ګډون د غیر دولتي موسسو لخوا په خپور شوي خبرداري کې د ماشومانو خوندي کول مهم بلل شوي دي.

په دې مقاله کې لیکل شوي چې نړیوال اټکلونه ښیې، په ۲۰۲۴ کې به په افغانستان کې ۷،۸ میلیونه ماشومان کافي خواړه نه لري. د اوبو د نشتوالي له امله د فصلونو ناکامي به په هېواد کې د بې وزلۍ کچه نوره هم زیاته کړي چې د څلورو لسیزو جګړو، پرله پسې ناورینونو او اقتصادي رکود له امله ځپل شوی دی.

د مقالې په پای کې راغلي، له هغه وخته چې طالبانو واک ته رسېدلي، له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوې او که د وچکالۍ وضعیت دوام وکړي، د بې وزلۍ د زیاتوالي او د فصلونو د ناکامۍ په برخه کې د پام وړ خطر شته.

*/*/*/*/

یورو ایشیا ریویو هم د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې لولو چې که څه هم تاجکستان د افغانستان په ګاونډ کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو دواړه هېوادونه د برېښنا د سوداګرۍ په برخه کې ښه همکاري لري.

د فبرورۍ په لومړۍ نېټه، د تاجکستان د انرژۍ او اوبو وزیر دلیر جمعه خبریالانو ته وویل چې افغانستان تر دې دمه د ورکړل شوي برېښنا پورونه په بشپړ توګه پرې کړې دي.

د مقالې د لیکوال په باور، کابل له ۲۰۲۱ کال راهیسې یو بې اعتباره پېرودونکی ثابت شوی و.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت هڅه کوله چې تاجکستان ته په منظمه توګه د خپلو پورونو یوه برخه ورکړي، تر ډېره هڅه کوي چې ټول پورونه پرې کړي.

د ښاغلي جمعه له قوله راغلي چې په ۲۰۲۳کال کې تاجکستان د ۱۱۰،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲،۷ میلیارد کیلوواټ ساعتونه بریښنا صادره کړې ده. د ښاغلي جمعه له قوله ویل شوي چې دا د ۲۰۲۲ پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي، خو ده دا مشخصه نه کړه چې څومره د افغانستان لپاره ځانګړې ده.

تاجکستان دا مهال افغانستان، قزاقستان او ازبکستان ته برېښنا صادروي. په دې مقاله کې د ښاغلي جمعه له قوله زیاته شوې چې د دې برېښنا ډېره برخه په پسرلي او دوبي کې عرضه کیږي کله چې د اوبو د برېښنا تاسيسات د ډېر تولید ظرفيت لري.

*/*/*/*/*/

 

 

ټیګونه