په انګلستان کې دې د مسلمانانو په ضد نفرت خورونې ختمې شي
(last modified Tue, 12 Mar 2024 10:12:11 GMT )
Mar 12, 2024 14:42 Asia/Kabul
  • په انګلستان کې دې د مسلمانانو په ضد نفرت خورونې ختمې شي

په انګلستان کې د ترهه ګرو  حملو ډیرو قربانیانو په یوه پرانیستي او ګډ لیک کې  په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضد  دنفرت خورونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.

زمونږخبریال  د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،په انګلستان کې د ترهه ګرو  حملو څه دپاسه ۵۰قربانیانو یو  ګډ او پرانیستي لیک  لاسلیک کړی دی  چې په هغه کې  د مسلمانانو په ضد د نفرت  دخورونې د ختمیدا غوښته شوې ده.

داپه داسې حال کې دي چې  د ځاي ټولنو وزیر مایکل جوف په راتلونکو څو ورځو کې د افراط پالنې  د نوی رسمي تعریف  د وړاندې کولو لپاره ځان تیاروي.

د اې بی آئي  میډیا   راپور ورکړی،  په انګلستان کې  دترهه ګرو حملو قربانیانو خبرداری ور کړی دی، چې  د ځینو سیاستوالانو له خوا  دبې مسؤلیته اوج  دا دی چې  مسلمان شونه  له افراط پال  شونې سره  یوه ګڼي.

 ددغه لیک په یوې برخې کې راغلي دي ،  هغه ترټولو مهم کار چې  ئې ترسره کولی شو ،  د ا دی چې  چې افراط پال او ترهه ګر  د انګلستان د مسلمانانو له غوڅ اکثریّت څخه  چې   په دغه شان تاؤتریخوالو افسوس کوي، جلا کړو.

 ددغه لیک  په لاسلیک کونکو کې  په انګلستان او درستې نړۍ کې په ترهه ګرو حملو کې د وژل شوو  کسانو خپلوان او ټپيان  شمال دي.

 

ټیګونه