افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی
(last modified Fri, 15 Mar 2024 01:08:03 GMT )
Mar 15, 2024 05:38 Asia/Kabul
  • افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی.

 دې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانستان پرله پسې ډول بحرانونه تجربه کوي او دا ښځې او نجونې دي چې د دې بحرانونو دروند بار زغمي.

ډبلیو ایف پي ویلي په افغانستان کې معمولاً ښځې تر نورو وروسته په لږه اندازه خواړه خوري او اوس چې روژه ده بیا هم خبره همداسې ده.

 د دې ادارې په وینا د ګڼ شمېر مجبورو افغان ښځو لپاره وضعیت هغه وخت لا پسې خراب شو چې دوی تېر کال د بودیجې د کمښت له امله د خپلو مرستو له لیسټ څخه  ۱۰ میلیونه اړ افغانان وایستل.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په داسې یوه هېواد کې چې هلته وار دمخه د ښځو لپاره کړۍ په تنګېدو ده د مرستو له لیست نه د میلیونونو افغانانو ایستل بحران زېږونکې خبره ده، ځکه چې کاري فرصتونه هم محدود دي او خلک نه شي کولای چې ځانته کافي خواړه برابر کړي.

ډبلیو ایف پي ویلي، افغانستان د طبیعي افتونو له پلوه هم ډېر زیانمونکی هېواد دی او په تېرو څو میاشتو کې ګنو سیلابونو، برفکوچونو او سختو زلزلو ګڼ شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اړولو ترڅنګ د خلکو کورونه هم ویجاړ کړل، چې دې کې هم ښځې تر نورو ډېرې زیانمنې شوې دي، ځکه چې هغوی تر ډېره په کورونو کې وي.

په بلخ ولایت کې د ډبلیو ایف پي د دفتر مشر نجیب الله رحماني په یوه وېډیوي کلیپ کې چې د دې ادارې پر اېکس پاڼه خپور شوی په افغانستان کې له طبیعي پېښو پیدا شوې ستونزې بیان کړې دي. نوموړی وايي:

''زه دلته په بلخ ولایت کې ولاړ یم چې یو مهال دا ځای د افغانستان د ډوډۍ ټوکرۍ وه، خو اوس له څو کلنو وچکالیو له امله ټولنې له لوږې سره مخامخې دي.

 د ژمي په وروستیو کې واورو د خلکو ډېر څاروي هم له منځه یوړل، مالداران او بزګران څه نه لري چې خپلې کورنۍ پرې ماړې  کړي، دا خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو ډېره اړتیا یې اوږد مهاله حل لارو ته ده چې پرمټ یې وکولای شي د طبیعي بحرانونو پر وړاندې مبارزه وکړي.''

 

ټیګونه