Mar 25, 2024 15:33 Asia/Kabul
  • د مسکو برید کې د وژل شویو شمېر ۱۴۰ ته ورسېد

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې په پلازمینې مسکو کې د جمعې د ورځې د وسله وال برید څلور تورن کسان چې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان په کې ووژل شوي وو ، په محکمه کې تورن شوي دي.

دلیرجان میرزایف، سید اکرم مرادعلي رجبعلي‌زاده، فریدوني شمس الدین او محمد صابر فیضف پرون  په ورځ داسې حال کې په وېلچیر کې محکمې ته حاضر شول چې سترګې یې تړل شوې او مخونه یې داغل شوي وو.

 داعش ډلې ویلي، د جمعې ورځ دا برید دوی کړی او د برید یوه وېډیو یې هم خپره کړې ده.

برید په داسې حال کې شوی چې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان د راک موسیقۍ په کنسرت کې موجود وو.

په دغه برید کې درې وژل شوي ماشومان وو.

په دې برید کې تر ۱۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي او تر ۱۰۰ ډېر یې اوس هم په روغتون کې بستر دي.

د محکمې د بیان له مخې ښاغلي میرزایف چې د تاجیکستان تبعه دی، اعتراف کړی دی چې کاملا جرم یې کړی دی.

د دې پر بنسټ، ښاغلي رجبعلي‌زاده، چې تابعیت یې نه دی مشخص شوی، هم خپل جرم  منلی دی.

د محکمې د نظر له مخې، څلور واړه تورن کسان به د مې تر ۲۲ پورې په موقتي توقیف کې وي ترڅو محاکمې ته چمتو شي.

د روسیې د امنیتي چارواکو په وینا، تورن کسان هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې اوکرایین ته ځانونه ورسوي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي دغه ادعا رد کړه او له خپل هېواد سره په پوله یې د روسیې درانه پوځي حضور ته په اشاره دغه تورونه "خندوونکي" وبلل.

 

 

ټیګونه