ایا د امریکا میلیارډران د فلسطینیانو پرضد د رواني جنګ مدیریت کوي؟
(last modified Thu, 23 May 2024 06:50:20 GMT )
May 23, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • ایا د امریکا میلیارډران د فلسطینیانو پرضد د رواني جنګ مدیریت کوي؟

پارس ټوډې – یو راپور وايي چې د امریکا میلیارډرانو او تجارتي مشرانو د فلسطین په غزې تړانګه کښې عمومي افکارو ته د بڼه د ورکولو لپاره د وټس اپ یو(۱) ګروپ جوړ کړی دی او د نیویارک له ښاروال یې غوښتي دي چې د امریکا په کلمبیا پوهنتون کښې د فلسطین د ملاتړو کسانو د مظاهرو د تیت پرک کولو لپاره له پولیسو استفاده وکړي.

څه موده مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو راپور خپور کړ چې ښيي د امریکا میلیارډرانو په غزې  کښې د اسرائیلو د جنګ د قیصې د بدلولو په هدف سره په یوه وټس اپ ګروپ کښې ګډون کړی دی.

دغه وټس اپ ګروپ چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په دولسمه نیټه جوړ شو د اسرائیلو په هکله د عمومي نظر د بدلولو لپاره د یوې لارې په توګه و او دی  او د سټار باکس د عامل مدیر« هاورډ شولټز»، د ډیل(Dell) شرکت جوړونکي مائیکل ډیل او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د زوم ورور جاشوا کوشنر په شمول ځینې میلیارډرانو پکښې ګډون درلود.

په دغه راپور کښې یو اندیښمنونکی مورد د امریکا په کلمبیا پوهنتون کښې د فلسطینیانو د ملاتړو اعتراضونو د ځپلو لپاره له پولیسو د کار اخیستلو لپاره د نیویارک د ښاروال «ایریک ایډمز» د هڅولو لپاره د وټس اپ ګروپ د غړیو هڅه ده.

دغه اقدام د امریکا د محصیلینو په ازادۍ سره د اعتراضونو او د عمومي افکارو د ځپلو او د خبرونو د سانسور کولو لپاره یوه هڅه ده دا په داسې حال کښې دي چې دغه اعتراضونه د ډیموکراټیکې ټولنې یو اساسي اصل دی.

په دې سربیره د دغه راپور پراساس د وټس اپ ګروپ غړیو وړاندیز وکړ چې د اعتراضونو په اوږدو کښې له پولیسو سره د مرستې لپاره خصوصي محققان وګومارل شي چې دغه چاره د اعتراضونو د ځپلو لپاره د شتمنو کسانو له پیسو څخه د استفادې لپاره د هڅې ښودنه کوي.

دغه وټس اپ ګروپ څه د پاسه سل غړي درلودل او عنوان یې د اسرائیلو روانې پیښې وې.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پراساس دغه وټس اپ ګروپ د کورونو او د جایدادونو د شتمن کس بیري استرنلیخت(Barry Sternlicht) لخوا جوړ شو چې نیغ په نیغه د چیټ غړی نه و خو د یوه کارکونکي له لورې یې شرکت وکړ.

نوموړي کارکونکي د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې د دغه وټس اپ ګروپ ماموریت په امریکا کښې د عمومي افکارو په جنګ کښې د اسرائیلو له بریالیتوب سره مرسته کول دي، دا په داسې حال کښې دي چې په خپله اسرائیل په فیزیکي جنګ کښې د بریالیتوب هڅه کوي.

د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو په جنګ کښې څه د پاسه پینځه دیرش زره کسان وژل شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي او د غزې تړانګې تر کلابندۍ لاندې اکثره خلک یې کډوال کړي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پراساس د دغه وټس اپ ګروپ څه د پاسه دولس غړي د فوربز مجلې د کلنیو میلیارډرانو په فهرست کښې شامل وو.

له دې مخکې د غزې تړانګې د جنګ په اوږدو کښې د وتس اپ ګروپ غړیو د اسرائیلو له پخواني لومړي وزیر او اوسني مخالف مشر« نفتالي بنت» د جنګ د کابینې له غړي او په امریکا کښې د اسرائیلو له سفیر مایکل هرتزوګ سره په خصوصي غونډو کښې ګډون کړی و.

د وټس اپ ګروپ دغو غړیو دغه راز د اسرائیلو له حکومت سره ملګرتیا کړي ده هغه فیلم چې د اسرائیلو پوځ جوړ کړی دی نندرې ته وړاندې کړي داسې فیلم چې د فلسطین د حماس غورځنګ د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې په هکله دی چې له ادعا سره سم دولس سوه اسرایلیان پکښې وژل شوي وو.

د راپورونو پراساس د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې «بیري استرنلیخت» د رسنیو او د سترو تاجرانو په مرستې سره د حماس غورځنګ پر ضد د پنځوس میلیونو ډالرو کمپاین پیل کړ.

په امریکا کښې د بیان د ازادۍ او د محصیلینو په اعتراضونو باندې د دا ډول اقداماتو په اغیزونو باندې دقیق غور کول ضروري دي.

دغه پیښه ښودنه کوي چې قدرت او مالي شتمنۍ څرنګه کولای شي په سیاسي او ټولنیزو فیصلو باندې اغیز وشیندي او دغه اغیزونه څرنګه کولای شي ټولنیز عدالت او ازادۍ ته تاوان ورسوي.

په نهایت کښې دغه پیښې په سیاسي او ټولنیزو چارو کښې د لاسوهنې لپاره د  مالي قدرت د نظام له چیلنج سره مخامخ کیدل مطرح کوي او ښودنه کوي چې له شتمنۍ او قدرت څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره محدودیتونه ضروري دي.

سرچینې:

  US billionaires joined Whatsapp group to 'change Israel narrative'. 2024. . Middle East Eye.Business titans privately urged NYC mayor to use police on Columbia protesters, chats show. 2024. The Washington Post.

 

 

ټیګونه