انګلستان کښې د میلیونونو جعلي ګولو خرڅون/ په ډیجیټل کرنسۍ سره مني لانډرنګ
(last modified Thu, 20 Jun 2024 08:24:12 GMT )
Jun 20, 2024 12:54 Asia/Kabul
  • انګلستان کښې د میلیونونو جعلي ګولو خرڅون/ په ډیجیټل کرنسۍ سره مني لانډرنګ

پارس ټوډی- د انګلستان پولیسو په دغه هیواد کښې د پياوړو ارام بخشه «زاناکس» درملو د جعلي ګوریو د انټرنیټي خرڅون د شبکې د ګیریدو خبر ورکړی دی.

د انګلستان پولیسو ویلي چې د دغه اته کسیز نیټ ورک غړو په میلیونونو جعلي «زاناکس» xanax  ګولۍ په څو ګودامونو او یو باغ کښې تولید کړې دي. د پارس ټودی د خبر له مخې، د دغې شبکې غړو د فعالیت په وخت کښې په هر ساعت کښې ۱۰ زره ګولۍ تولیدولې او په ټولې بریطانیې او امریکې کښې به یې مشتریانو ته لیږلې.

د انګلستان د پولیسو په وینا، د دغې شبې نهویشت کلن غړي «برایان پیټس» Brian Pitts او شپږویشت کلنې غړې «کیټي هارلو» Katie Harlow په تایلینډ کښې په یوې ښایسته ویلا کښې د دغو جعلي ګولیو د آنلاین مارکیټنګ او خرڅون کار کوه او ګمان کیږي چې هم دوي د یادې شبکې مشران وي.

د انګلستان پولیسو په دې خبرې سره چې دغه نیټ ورک د څه باندې څلور میلیون پونډو جعلي ګولۍ خرڅې کړې دي، زیاته کړه: د دې شبکې غړي د پنځو کالو له نړیوالو تحقیقاتو وروسته عدالت ته سپارل شوي او دوه غړي یې پرون چهارشنبه محاکمه شول. د محکمې په دوران کښې وویل شول چې د یادو جعلي ګولیو له خرڅونه ترلاسه شوي عایدات به په ډیجیټل کرنسۍ سره او زیاتره به په بیټ کواین، مني لانډرنګ کیدل.

زاناکس یو پياوړې ارام بخښونکي درمل دي چې د پریشانۍ او د پانیک حملو د درملنې لپاره استعمالیږي خو هرڅوک یې نه شي ترلاسه کولې او په ځانګړې نسخې سره پلورل کیږي.

ویل شوي دي چې له دغو نه ځینې جعلي ګولۍ نورو هیوادونو ته هم صادرې شوې دي.

د انګلستان پولیسو تراوسه د یادې شبکې د فعالیت په هکله چې له څو کالو راهیسې یې جعلي ګولۍ خرځولې، ډیر جزئیات نه دي وړاندې کړې.

 

ټیګونه