د حضرت امام علی النقي علیه السلام د زوکړې مبارکي ومنئ
نن د ذې الحجې د میاشتې پنځلسمه نیټه د رسول الله مبارک په لمسیانو کښې د لسم معصوم امام حضرت علي النقي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.
امام علي النقي علیه السلام په ۲۱۲قمري کلا کښې د مدینې په خواوشا کښې دنیا ته راغی او د خپل قدرمن پلار امام جواد علیه السلام له خوا وروزل شو او د پلار له شهادت وروسته یې د اسلامي ټولنۍ د امامت او مشرۍ دنده په غاړه واخیستله.
د امام علي النقي علیه السلام یو مشهور لقب «هادي» یعنې هدایت کونکی دی.
دوي د اسلام د مبین دین په پیژندګلوۍ کښې ډیر کوشش وکړ او د ګڼو غونډو په جوړولو سره یې د مختلفو عقیدتي، فکري او ټولنیزو مسائلو په هکله د پوښتنو او شبهاتو ځوابونه ورکړل.
د علم او ادب ګڼ مشران به د امام علي نقي علیه السلام خدمت ته ورتلل او د دوي د پوهې له بې پایانه سمندره به خړوبیدل.
نو مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او د عصمت او طهارت د کورنۍ او اهل بیتو ټولو مینه والو په تیره بیا تاسو قدرمنو اوریدونکو ته د امام علي النقي علیه السلام د ولادت د کلیزې مبارکي وایو.